1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندز، هغه ځای چې آلمانی پوځ په جګړه کې ښکیل شو

فلورین واگند۱۳۹۲ مهر ۱۵, دوشنبه

آلماني ځواکونو په کندز کې خپله پوځي اډه افغانانو ته وسپارله. د دویچه ویله د افغانستان د څانګې مشر فلورین وایګند، په دې تبصره کې په کندز کې د آلماني ځواکونو ماموریت څېړلی.

https://p.dw.com/p/19uhH
انځور: picture-alliance/dpa

هر څوک چې په رسنیو کې د «کندز» کلمه ولټوي نو له څو همېشه نيو پايلو سره به مخامخ شي: د نفتو پر دوو ټانکرونو باندې برید او د سل تنو وژل کیدل، له طالبانو سره جګړه، ۵۴ وژل شوي آلماني سرتیري، له افغان امنیتي ځواکونو سره ستونزمنه او آن ناکامه «همکاري»... د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمزیر وایي: «په دې ځای کې [په کندز کې] د څا کیندلو ماموریت په یوه جنګي ماموریت باندې بدل شوی دی.» سړ کولای شي دغه موضوع په دې ډول هم بیان کړي: «د آلمان پوځ د افغانستان په شمال کې د سولې د ځواک په توګه خپله بېګناهي له لاسه ورکړې ده.»

په دویچه ویله کې د افغانستان د څانگې مشر فلورین واگیند
په دویچه ویله کې د افغانستان د څانگې مشر فلورین واگیندانځور: DW/P. Henriksen

دا په داسې حال کې ده چې کله د ۲۰۰۳ کال په مني کې لومړني آلماني سرتیري کندز ته ورسیدل نو هغوی د ښار په زړه کې یو څه ځمکه ونیوله چې شاوخوا یې ورته په موقتي ډول د یوه دیوال او اغزن سیم په واسطه احاطه کړه. د دغو سیمو ساتنه د افغان ځواکونو له خوا کیده چې ډیر ژر د سیمه ییزو اوسیدونکو له منځه په کار وګومارل شول. تر دې نور امنیتي تدابیر په پام کې نیول شوي نه ول ځکه آلماني سرتیري دغه سیمي ته د ملګرو، آزادي ورکوونکو او د بیا رغونې په برخه کې د مرستندویه ځواکونو په توګه سیمې ته ورغلي ول. آلماني سرتیري هم له خپل دې ماموریته خبر ول او افغانانو هم ورته د درناوي په سترګه کتل. ډیر ژر کندز د یوه «ډیر آرام او مطلوب» ولایت په توګه یاد شو.

کله چې تر۲۰۰۶ کال وروسته د افغانستان په جنوب کې طالبانو پر افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو باندې خپل فشارونه زیات کړل نو دغي ډلي هڅه وکړه چې د افغانستان په شمال کې هم خپل پټنځایونه جوړ کړي، چې په خپله دې هڅه کې تر یوه ځایه پوري بریالي هم شول. په دې ترڅ کې په کندز کې میشتو آلماني سرتیري له خپلي پخوانۍ اډې څخه یوې بلې اډې ته کډه وکړه چې د تپې پر سر پرته وه او پکې ډیر امنیتي تدابیر په پام کې نیول شوي ول. نور نو چا د یوه «آرام کندز» په اړه خبري نه کولي ځکه د آلماني پوځ قطارونه وخت نا وخت د یاغیانو تر بریدونو لاندي راتلل او په دې ترتیب سره آلماني پوځ په جګړه کې ښکیل شو. په آلمان کې تر دوهمی نړیوالې جګړې وروسته د لومړي ځل له پاره «په جګړې کې د وژل شويو سرتیرو» په اړه خبري وشوې. آلماني پوځي قطعاتو تر ۱۹۴۵ کال وروسته د لومړي ځل له پاره په خپل ابتکار سره په بریدونو لاس پوري کړ. د دغو بریدونو په پایله کې یو ناورین هم رامنځ ته شو. په ۲۰۰۹ کال کې د آلمان پوځ په کندز کې پر دوو ټانکرونو باندي د یوه برید امر وکړ چې په پایله کې یې ډیر ملکي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه موضوع په آلمان کې شخړه ییزه شوه او ځیني جنجالونه یې رامنځ ته کړل. د «کندز ماموریت» په بهر کې د آلمان د پوځي مداخلې د منلو او د هغه د مفهوم په اړه د تودو عاطفي بحثونو «نماد» شو.

دغه بحثونه د دې لامل شول چې په کندز او د دغه ولایت په شاوخوا کې د آلماني ځواکونو لس کلني لاس ته راوړنې له هیره وایستل شي. د سړکونو، ښوونځي او روغتیايي مرکزونو جوړول، د ښوونکو د روزنې د یوه داسي مرکز رامنځ ته کول چې د ۱۶۰۰ محصلینو ظرفیت لري او د رومیانو د کانسرو جوړولو یوې فابرېکې جوړول هم په دغو لاس ته راوړنو کې شامل وو. پر دې سربیره آلمان د پولیسو او کسبه کارانو د روزني په برخو کې هم ډیرې لاس ته راوړنې لری. [آلماني] ملکي مرستندویانو د دغه هیواد د پوځ په ملګرتیا او هم له پوځي اډې څخه په کار اخیستلو او په یوازي سر ډیري مرستندويي پروژې ترسره کړې دي. په کندز کې د آلماني ځواکونه اډه په خپله هم په یوه ارزښت لروونکي اقتصادي عامل باندي بدله شوې وه.

اوس دغه خدمتونه او لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخامخ دي. یوازې ډیر خوشبینه کسان په دې باور دي چې افغان امنيتي ځواکونه کولای شي چې په یوازي سر د خپل هیواد امنیت ټینګ کړي. که څه هم د آلمان د پراختیايي مرستو دولتي سازمان GIZ اعلان کړی دی چې له افغانستان څخه د آلماني ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، خو دغه سازمان باید په راتلونکې کې خپل د کار شرایط د حاکم حکومت له شرایطو سره برابر کړي.

ځکه طالبانو د هرې ورځې په تیریدو سره لا ډیر جنګیالي جذبوي او همدا اوس یې د کندز ولایت یو شمیر لیري پرتې سیمي تر خپل کنترول لاندې راوستي دي. له بلي خوا کندز د په اصطلاح «د خدا د لاري دغو جنګیالیو» [طالبان] له پاره ځانګړی ارزښت لري ځکه دغه ښار په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو تر مداخلې مخکې د افغانستان په شمال کې د طالبانو اصلي مرکز بلل کیده. که له کندز څخه د آلماني ځواکونو تر وتلو وروسته بیا هم طالبان په دې ولایت کې ډیر واک تر لاسه کړي، نو دغه موضوع به تندلارو [طالبانو] ته لا ډیر واک ورکړي او د نور افغانستان له پاره به یو زیګنال وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب