1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندز: ځانمرګي بريد څلور کسان ووژل

۱۳۹۰ خرداد ۲۰, جمعه

نن «جمعه» د جنرال داود د فاتحی په مراسمو کی يو ځانمرګي بريد څلور کسان ووژل. ويل کيږی چی د دغه بريد اصلی هدف د کندز ولايت د امنيه قوماندان ؤ چی په کی نه دی ژوبل شوی

https://p.dw.com/p/11Y6K
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

په وروستيو څو مياشتو کی طالبان افغان دولتي چارواکي د خپلو انتحاري بريدونو هدف ګرځولي. د قندهار او کندز ولايتونو پخواني د امنيه قوماندانان او د شمال د پوليسو مشر هغه کسان دي چی په ورستيو کی د انتحاري بريدونو په ترڅ کي ووژل شوي.

نن «جمعه» يو بل انتحاري بريد په کندز کی ترسره شو ترڅو د دغه ولايت د امنيه قوماندان له منځه يوسی. هغه په دغه بريد کی ژوبل نه شوی خو دغه برید د څلور پوليسو ژوند واخيست.

دغه برید پر هغه مسجد ترسره شو چی په کی د جنرال داود داود فاتحه تر سره کيده. د دغه برید په ترڅ کی 18 نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د کندز ولايت د والي وياند، محبوب الله سيدي، وويل چي انتحاري بريد کونکي کوښښ وکړ چي هغه مسجد کی ځانمرګی بريد تر سره کړی چي په کي د جنرال داود دواد د فاتحی مسراسم تر سره کيدل. سعيدي زياته کړه چی د پوليسو ځواکونو مسجد ته د بريد کونکي له ننوتلو څخه مخنوی وکړ.

«د دغي انتحاري حملي اصلي هدف د کندز د ولايت د امنيه قوماندان ؤ خو دی په دغه بريد کی نه دی ژوبل شوی.»

د کندز د ولايت د عامی روغتيا چارواکي وايي چی په پيښی کی د وژل شويو څلورو پوليسو اجساد د دغه ولايت روغتون ته راوړل شوي دي. دغه چارواکي زياتوي چی په پيښي کي څلور ملګي کسان او 14 نور افغان پوليس هم په تپي حالت د کندز ولايت مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

دا په داسی حال کی ده چی د کندز ولايت پخوانی د امنيه قوماندان، عبدالرحمن سيدخيلي، هم د روان کال د مارچ د مياشتي په 10 نيټي د طالبانو لخوا په يو انتحاری بريد کی ووژل شو.

په شمال کی د افغان پوليسو پخوانی مشر، جنرال داود داود، هم د تيري مياشتي په 28 نيټي د تخار په ولايت کی د پنځو نورو کسانو سره يو ځاي د يو انتحاري بريد په ترڅ کي ووژل شو. د دغه بريد پړه طالبانو په غاړه اخيستی ؤ.

که څه هم طالبان د ورته پيښو پړه ډير ‎ژر په غاړه اخلی خو په کندز ولايت کی د ننی «جمعه» بريد څخه وروسته طالبانو کوم عکس العمل نه دی ښودلی.

د کندز په ولايت کي پر افغان پوليسو انتحاري بريد په داسی حال کی ترسره کيږی چی افغان ولسمشر، حامد کرزی، پاکستان ته رسيدلی ترڅو دغه هيواد د افغانستان د سولي په بهير کی ښکيل کړی او ملاتړ يی تر لاسه کړی.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: عبدالباري حکيم