1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهاريان لوی اختر په فاتحو لمانځي

۱۳۸۹ آبان ۲۵, سه‌شنبه

نن په ټوله اسلامي نړۍ کي د لوی اختر لومړی ورځ ده او ټول مسلمانان په څانگړې توگه افغانان د خپلو دوستانو کره د اختر د مبارکي د پاره ورځي او خوشحالۍ کوي خو کندهاريان نه.

https://p.dw.com/p/QAKW
انځور: AP

ما ددې مطلب ليکونکي د افغاني دود او دستور سره سم سهار وختي د ليري اروپا څخه خپل پلار او مور ته چي په کندهار کي دي تليفون وکړی تر څو د اختر مبارکي ورسره وکړم.

تر لنډ خبرو وروسته مي پلار ته وويل چي اخترڅنگه دی، هغه لکه زما تر تليفون د مخه چي د ژړا په حال کي و او سمدلاسه يې په ژړا راته وويل چي، زويه دلته اختر چيري و. ټول خلک يو د بل کور ته د فاتحو د پاره ورځي، موږ دا اختر په فاتحو لمانځو.

ما تر اوسه د پلار ژړا نه و ليدلې. حتي په هغه ورځو کي چي ده خپل شيرين ورونه د لاسه ورکړي ول دده ژړا ما نه وليدل ولي نن مي د هغه ژړا په تليفون کي واورېده.

زه پو سوم چي پر کندهار باندي څنگه د غم ټغر اوار دی چي زما پلار يې وژړاوه نو هلته ډير بد حال دی.

پر پلار مي ږغ وکړی چي پلار جانه موږ هم دلته اختر نه لرو زه اوس کار ته روان يم بيا چي ماښام راسم خبري به سره وکړ او تليفون مي نور بند کړی. ځکه زه هم نور د خبرو نه وم پر سر مي اور بل سو او د کندهار هغه سپېره کوڅي او خوشاله ځوانان او باغيرته سپين ږيري مي سترگو ته جگ ودرېدل.

د کوره څخه تر دفتر پوري مي پخپل موټر کي دومره وژل چي دفتر ته راغلم ټولو همکارانو راته ويل چي سترگي دي ولي سرې او پړسېدلي دي. او د اختر په سهار دي ژړلي ولي دي خدای دي خير کړي.

زه لکه هر وخت داسي خبري پټوم په زړه کي يې ساتم هغوی ته مي وويل چي خوب مي ډير کړی. ځکه مي ستر گي پړسېدلي دي.

په کندهار کي پر ځانمرگو بريدونو، هوايي بمباريو او تر مځکي لاندي ماينونو پر بلاو سربيره اوس يوه بله بلا روږده سوې ده چي هره ورځ په لسهاوه ځوانان، مشران ښځي او ماشومان په سپينه ورځ د ښار په زړه کي خوري خو څوک يې نه ويني.

څو روځي د مخه مي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رئيس عبدالقديم پتيال سره په تليفون کي پر فرهنگي مسايلو خبري کولې زړه يې را خوشاله کړی چي هلته اوس په خرپ

فرهنگي هڅي رواني دي.

ولي ددې تر څنگ يې دا هم راته وويل چي په کندهار کي هره ورځ د پنځو څخه تر لسو تنو پوري تروريږي خو تر اوسه پوري يې په تور څوک نه دي نيول سوي.

هغه کندهار چي په دغسي ورځو کي به د ځوانانو د شوخۍ او خنداو څخه په ټول ښارکي څوک تيرېدای نه سوای اوس په قبرستان بدل سوی.

خدای دي وکړي چي لوستونکي مي په دې تورن نه کړي چي د خوشالۍ په ورځو کي د غم خبري کول ښه نه دي ولی زما زړه ډير درد کړی.

زه بايد هغه څه وليکم او ووايم چي دي. په پای کي و ټولو هغو کورنيو ته چي اوس د غم پر ټغر ناست دي خپل د زړه له کومي تسليت وړاندي کوم او ددوی سره په غم کي ځان شرک بولم.

مسافر افغان/جرمني

کتونکی: نجيب الله زيارمل