1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: تر دوې ورځنۍ جګړې وروسته عادي ژوند پيل سو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۹, دوشنبه

په کندهار ښار کي نن سهار«دوشنبه» ژوند په نورماله توګه وروسته له هغي پيل سوی چي د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ دوه ورځنۍ جګړه پای ته ورسېده.

https://p.dw.com/p/11C8o
قندهار
قندهارانځور: DW

چارواکي وايي افغان ځواکونو د طالبانو وروستي غړي هم ووژل او په دغه ولايت کي روانه 30 ساعته جګړي ته يي د پاي ټکي کيښود.

د دوشني په ورځ د قندهار په ښار کي دوکانونه واز ول او ترافيک هم په عادي ډول په ښار کي تګراتګ کوه. په قندهار ولايت کي د شنبه په روځ د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه وروسته له هغي پيل شوه چي ياغيانو پر دولتي ودانيو د سپکو او درندو وسلو بريدونه تر سره کړل. دغه پاڅونګونکي په ډيرو درنو وسلو او انتحاري واسکټونو سمبال ول.

که څه هم افغان ځواکونه وتوانيدل چي د بهرنيو ځواکونو په مرسته د طالبانو لومړني او اصلي بريدونه دفع کړي خو وروسته بيا ډير شمير طالبانو په قندهار هوتل کي سنګر ونيوه او د هماغه ځاي څخه يي پر افغان ځواکونو ډزي پيل کړي چي دغي لړي څه نا څه 30 ساعته دوام وکړ.

د قندهار والي، توريالي ويسا، چي د قندهار هوټل څخه ليدنه کوله وويل: « اخري حمله کونکي چي انتحاري واسکټ يي هم درلود په همدغه هوټل کي ووژل شو.»

دا په داسي حال کي ده چي دوه نور حمله کونکي هم په قندهار هوټل کي د يکشنبه په ورځ وژل شوي ول.

افغان چارواکي وايي چي څه نا څه 24 ياغيان د قندهار په پيښي کي وژل شوي. دغه چارواکي زياتوي چي دغه ياغيان يا خو د افغان چارواکو لخوا او يا هم د خپلو حملو په ترڅ کي وژل شوي. په دغي پيښي کي همداراز يو ملګي وګړي او دري افغان سرتيرو هم خپل ژوندونه له لاسه ورکړي. د تيرو دوه ورځو په جګړي کي څلويښت نور کسان تپيان شوي هم دي.

د قندهار په ولايت کي دغه پيښه وروسته له هغي منځ ته راغله چي يوازي په تيرو دوه مياشتو کي د دغه ولايت د امنيه قوماندان د يوي انتحاري حملي په ترڅ کي ووژل شو او همدازار د قندهار د زندان د ماتيدو په وجه څه نا څه 500 زندانيان په تښتيدو وتوانيدل چي د دغه ولايت په امنيتي حالاتو يي ډير منفي اغيزه پريښي ده.

په قندهار ولايت کي ورستي پيښي په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چي افغان او بهرني ځواکونه د څو کلونو څخه کوښښ کوي چي په قندهار او هلمند ولايتونو کي سوله او ثبات ټينګ کړي.

طالبانو کواښ کړي چي دوي به لا ډيري حملي تر سره کړي. دوي ويلي چي ورستي حمله يي د قندهار د ښار د نيولو په موخه تر سره کړي وه.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ احمد ولي اڅګزى