1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار ته ۱۳۰ فابريکې انتقاليږي

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۱ بهمن ۲۲, یکشنبه

په ايران او پاکستان کي ميشت مهاجر پانگوال غواړي، چي خپلي١٣٠ فابرېکې کندهار ته انتقال او هلته خپل کاروبار پيل کړي.

https://p.dw.com/p/17ba0
Titel: Milch und Milchprodukte Bildbeschreibung: Preise für Milch und Milchprodukte sind in den letzten 6 Monaten im Iran zwischen 200 bis 300 Prozent gestiegen. Nach neuste Erhebungen sind durchschnitt Milchverbrauch auf 90 Kilo gesunken (In Europa sind 300 Kilo). Von den 833 Milchverarbeitenden Fabriken sind schon 300 geschlossen. Mich für die Schulen wurde Abgestellt. Stichwörter: Iran, Wirtschaft, Milch, Milchprodukte Quelle: MEHR Lizenz: Frei
Milch und Milchprodukteانځور: MEHR

په کندهار کي د صنعتکارانو د ټولني مسئول فيض الحق مشکاني له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي په دې اړه يې په دواړو هيوادو کي د افغان صنعتکارانو له ټولنو سره خبري کړي دي.

مشکانى وايي که چېري دولت دوى ته د نورو پانگوالو په شان زمينه برابره کړي، دوى حاضر دي، چي خپلي فابرېکې کندهار ته راوليږدوي او دلته په لسونو کسان په کار اخته کړي.

د هغه په قول د يادو فابريکو په لړ کي داسې فابريکې هم سته، چې تر درې زره ډېر کسان پکښې کار کولای سي.

مشکانى زياتوي، يادي فابريکې پر ټوکر، کاغذ، د کورلوښو، پايپ او د پلاستيکي توکو پر جوړولو سربيره د غوړو توليد او د اوسپني د ويلي کولو وړتيا لري:

«که دغو فابرېکو ته زمينه برابره سي، نو نه يوازي به له کندهار، بلکي له نژدې گاونډيو ولايتونو څخه به هم د بې کارۍ ستونزه له منځه ولاړه سي. د دوى غوښتنه داوه، چې که په کندهار کي د دوى له پاره د دايمي برېښنا ستونزه حل سي، همدا گړى چمتو دي، چي خپله پانگه کندهار ته را انتقال کړي او په کار پيل وکړي.»

د کندهار د صنعتکارانو د ټولني مشر وايي داکسان ځکه غواړي، چي کندهار ته خپله پانگه راولېږدوي، چي په ايران او پاکستان دواړو هيوادونو کي وروستيو سياسي حالاتو او په ځانگړي ډول په کراچۍ ښار کي د برېښنا اوږدو پارچاويو د دوى پر کارونو او پانگونو خپل سيورى غوړولى او دې ته يې اړ کړي دي، چي بيرته خپل هيواد ته راستانه سي.

دئ وايي پانگوالو ځکه کندهار غوره کړي دئ، چي دلته د صنعتکارانو له پاره د مخکنيو کلنو او يو شمېر ولايتونو په پرتله زيات امکانات سته:

«اوس د کندهار امنيتي وضيعت مثبت بدلون موندلی دئ، دولت له صنعتکارانو سره ډېره همکاري کوي، په نڅه بيه مځکه ورکوي، د ٢٠ ميگاواټ په ظرفيت يې جنراتورونه ورته ايښي دي، چي تر راتلونکو درو کالو پوري يې لگښت د امريکا د پرمختيايي بودجې له خوا ورکول کېږي.»

اوسمهال په کندهار کي ١٣٠ بېلا بيلي فابرېکي سته، چي له دې جملې څخه يې يوازي ٩٠ کارځايونه فعال دي.

ويل کېږي، چي په يادو فابريکو کي۴۵۰۰ تنه افغانان او٧٠ کسه باندنيان کار کوي.د چارو شننونکي وايي، د دولت له پاره تر ټولو لومړى کارامنيت او دوهم خلگو ته د کارزمينه چمتو کول بنسټيز مهم کارونه دي او له دې لاري کولاى سي، چي ځان د نړۍ له پرمختللي کاروان سره اوږه په اوږه روان کړي.