1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: د زراعت او تيکنالوژۍ ملي پوهنتون پرانستل سو

محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۲ بهمن ۲۷, یکشنبه

د ټول افغانستان په کچه د زراعتي علومو او ټيکنالوژۍ ملي پوهنتون په کندهار کي پرانستل سو. پر دغه پوهنتون سل ميلون امريکايي ډالره لګښت راځي، چي د کاناډا او هندوستان هيواد لخوا ورکول کيږي.

https://p.dw.com/p/1B9vy
Hamid Karzai Eröffnung Nationale Universität für Landwirtschaft und Technologie in Afghanistan
انځور: DW/M.I. Specalai

د کندهار د دغه پوهنتون په پرانستغونډه کي (د فبرورۍ 15مه) د افغان ولسمشر حامد کرزي تر څنگ د افغانستان يو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو هم گډون کړی ؤ. ولسمشر حامد کرزي په خپله وينا کي وويل چي « په دې ځاى کي به تر دوکتورا پوري ځوانان زده کړي کولاى سي او ترڅنګ به يې دا يو لوى څېړنيز مرکز هم وي، چي نورو هيوادونو ته به د غلو د دانو لوى صادراتي مرکز وي.»

دغه پوهنتون د کاناډا هيواد په مالي مرسته او د هندوستان په حمايه د ١٠٠ ميلونو امريکايي ډالرو په لګښت د دوو کالو په موده کي جوړ سو. پدغه پوهنتون کي اوس تدريسي چاري يوازي په زراعتي انسټيوټ کي پيليږي.

د افغان چارواکو تر څنگ پدغو مراسمو کي د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرسلمان خورشيد او نورو لوړ پوړو هندي چارواکو ونډه اخيستې وه.

ماسټري او دوکتورا

د کرزي په خبره د زراعتي علومو او ټيکنالوژۍ په ياد ملي پوهنتون کي به د هيواد ځوانان تر ماسټرۍ او دوکتورا پوري لوړي زده کړي کوي.

د نوموړي په قول، اوس مهال افغانستان دغسي علمي او اکاډميکو مرکزونو ته سخته اړتيا لري، چي د سيالانو سره سيال سي. ولسمشر کرزي زياته کړه چي د دغه پوهنتون پرانيستل د هيواد د لوړو زده کړو په تاريخ کي يوځانګړى باب دى: « د ياد پوهنتون مرکز په کندهار کي دى، خو ګټه يې ټول هيواد ته رسيږي. دلته به ځوانان د هندي او افغان استادانو په لارښوونه تر ماسټرۍ او دوکتورا پوري زده کړي وي، چي دا د افغانستان د راتلونکي لپاره يو ښه زيرى دى.»

د هند د باندنيو چارو وزير ښاغلي سلمان خورشيد پرانيستغونډي ته په خپلو خبرو کي ډاډ څرګند کړ، چي هيواد يې نه يوازي په اقتصادي او ټولنيزو اړخونو کي مرستي ته چمتو دى، بلکي غواړي چي د امنيت په راوستلو کي هم له افغانانو سره مرسته وکړي. هغه زياته کړه:« د هندوستان هيواد له افغانانو سره ملګرى دى او تر هغه مهاله به ورسره ولاړ وي، چي ترهګري او تروريزم له منځه نه وي تللى، ځکه تروريزم هره ورځ بې ګناه افغانان د غم پر ټغر کښېنوي.»

په کندهار کي محصلين د ياد ملي پوهنتون په پرانيستل کېدو خوښ دي او وايي دا د دوى لپاره يو چانس دى او کولاى سي، چي په خپل هيواد کي د دوکتورا تر کچي لوړي زده کړي وکړي.

په کندهار کي استادان او د قلم خاوندان بيا د لوړو زده کړو له وزارت څخه هيله کوي، چي ياد اکاډميک پوهنتون ته خپله پاملرنه زياته او په رښتيا سره هم دغه علمي مرکز په يو ملي پوهنتون بدل او له پامه يې ونه غورځوي.