1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: د مېوې له پاره نړيوال مارکېټ جوړيږي

۱۳۹۱ آبان ۲۲, دوشنبه

په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې(يو،ايس،اې،آی،ډي) مسئولين وايي، چي د دغه هيواد په دوهم لوى ښار کندهار کي به د وچي او لندې مېوې له پاره پر نړيوال معيار برابر مارکېټ جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/16h0w
Kisten mit Granatäpfeln in Afghanistan *** Bild von Najibullah Musafer, DW-Fotopartner, September 2011, neu eingestellt im November 2012
Granatäpfel in Afghanistanانځور: DW/Najibullah Musafer

په افغانستان کي د امريکا د پرمختيايي ادارې مسئول ډاکټر يماشيتا څو ورځي مخکي کندهار ته د خپل سفر پرمهال خبريالانو ته وويل، چي د دغه ولايت د خلکو په غوښتنه به په نړيوال معيار د وچي او لندې مېوې مارکېټ، چي پراخ گودامونه او ساړه ساتنځايونه به هم ولري جوړ کړي.

هغه ويلي دي، چي مارکېټ به يوازي تر هيواد او کندهار پوري محدود نه وي، بلکي له دې ځايه به گاونډيو هيوادونو او آن نړيوالو بازارونو ته هم لنده او وچه مېوه وړل کيږي:

«موږ د خپلو پرمختيايي کارونو په ترڅ کي د خلگو د اقتصادي ودي د ښه کولو له پاره هم يو شمير پلانونه په پام کي نيولي دي، چي يو له هغو څخه د وچي او تازه ميوې له پاره د يوه سمبال ځاى جوړېدل دي. له دې سره به د دې حوزې چي کرهڼه پکښې ډېره ده د خلگو اقتصادي وضعيت وده وکړي او ترڅنگ به يې يو زيات شمير ستونزي کمي سي.»

په کندهار کي شونډوخاني انگور تر شکولو وروسته په کيشميش خانو کي ځړول کيږي.
په کندهار کي شونډوخاني انگور تر شکولو وروسته په کيشميش خانو کي ځړول کيږي.انځور: AP

تخنيکي ستونزي

د امريکا د پرمختيايي ادارې مسئولين وايي، چي د دوى کړي ژمني به هغه وخت لاښه عملي سي چي تخنيکي اسانتياوي ورته برابري سي. ډاکټر يما شيتا په کندهار کي وويل، چي د محصولاتو د لېږد له پاره سړکونه، منظم هوايي ډگر، عمومي او پراخ گدامونه، د توليداتو کوچنۍ فابريکې او نوري اسانتياوي بايد برابري سي.

هغه وويل، چي دا مهال په کندهار کي د مېوو انتقال هم په سم ډول نه ترسره کيږي، چي زيات وختونه مېوه خرابه او بې کيفيته کيږي:«موږ پلان لرو چي د کرهڼيزو توليداتو يو مرکز جوړ کړو، چي مېوه پر نړيوال معيارونو باندي برابره بسته بندي او پروسيس سي او بيا وچه او تازه مېوه نړيوالو بازارونو ته عرضه سي.»

امنيت او مارکېټ

په کندهار کي د چارو شننونکي په دې اند دي، چي که حکومت او نړيواله ټولنه غواړي چي په رښتيا سره امنيت راسي او خلک يوه گوله حلاله ډوډۍ په خوښۍ سره وگټي نو، دغه ډول بنسټيزو کارو ته دي مخه کړي.

د دوى په خبره دا مهال په کندهار کي په سوو او د سويلي حوزې په کچه په زرونو ځوانان وزگاردي، دوى وايي له دې کسانو څخه يې په لسونو کسان له وسله والو ډلو سره ولاړدي يا هم له غير قانوني وسلې په مرسته په ډېرو جنايي پيښو کي لاس لري.

د چارو د شننونکو په خبره دولت بايد د نړيوالي ټولني په همکارۍ دا ډول نوري پروژې او ترڅنگ يې د کندهار تړل سوي فابرېکي هم فعاله کړي، چي خلکو ته کار پيداسي، جگړه خپله له منځه ځي.

په کندهار کي د وچي مېوې مارکېټ
په کندهار کي د وچي مېوې مارکېټانځور: DW

اميدونه او خوشحالۍ

کندهار چي يو کرهڼيز ولايت دى، ډېره تازه مېوه يې په خپل موسم کي د يو داسي مجهز ځاى د نسته والي له امله ضايع کيږي.

عام کندهاريان وايي، چي که په دې سيمه کي يو داسي ځاى جوړسي نو نه يوازي به د باغ لرونکو اقتصاد پياوړى سي، بلکي ترڅنگ به يې په دغه ولايت او نورو نژدې ولايتونو کي په سوو وزگارو ځوانانوته د کار زمينه برابره سي.

دوى له دولت او پرمختيايي نړيوالي ادارې څخه غواړي چي په دې لار کي خپلي ژمني ونه ځنډوي او دغه ډول پروژو ته د لومړيتوب حق ورکړي.

د امريکا متحده ايالاتو پرمختيايي اداره، دا مهال په کندهار کي له ښاروالۍ سره د کثافاتو ټولولو، د ملکيتونو د ثبت او راجستر تر څنگ په نورو پرمختيايي کارونو کي پلي کېدونکي پروژې لرې.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل