1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: د ښځو د ځان وژني پيښي ډيري سوي دي

۱۳۹۰ اسفند ۹, سه‌شنبه

په کندهار کي د بشري حقونو چارواکي وايي چي که څه هم د نورو کلنو په پرتله د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي پيښي لږ ثبت سوي دي خو لا اوس هم ډيرى ښځي له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

https://p.dw.com/p/14B8w
انځور: AP

په کندهار کي د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو د څانگي مسئوله نجيبه هاشمي وايي چي په تيرکال کي له دوى سره د ښځو په وړاندي د زورزياتي ۲۸۴ پيښي ثبت سوي دي.

د اغلي هاشمي په خبره ١١٩نوري داسي پيښي بيا دوى ته راجع سوي دي چي ښځوغوښتل پخپل لاس د بېلابېلو زهري موادو په خوړلو سره ځان ووژني.

«د نورو کلونو په پرتله له ښځو سره د تاوتريخوالي پيښي لږسوي دي، لاکن پخپله د ځان وژني پيښي بيا ډيري سوي دي.»

داچي ولي يو شمېر ښځي خپله غواړي ځان ووژني؟ د تاوتريخوالي سره مخ سوې يوه مېرمن وايي چي له ښځو سره د خسر په کور کي د نه زغملو چلند کيږي.

بې بي حميده وايي داپه۱۱کلنۍ کي واده سوې ده او د خسر په کورکي ئې د ليوره او يور له لاسه داسي تريخ ژوند تيرکړى دئ چي تراوسه ئې په يادولو پر زړه لړزه راځي.

د حميدې په خبره که سپين سرې هم سي خو هغه ستونزي به ئې په يادوي.

«زماسره به ئې ډېر ظلمونه کول مګر مابه چاته نه ويل اخر ئې داسي مجبوره کړم چي کوڅې ته ځني ووتلم.»

په کندهار کي د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو د څانګي مسئوله نجيبه هاشمي هم وايي چي له دوى سره د نورو کلونو په پرتله د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د لږ پيښو ثبت دا مانا نه لري چي ګويا ښځو ته دي د هغوى حقونه رسيدلي وي.

ددې په خبره په ټولنه کي واکمن ناوړه دودونه او د نا امنيو پريمانه شتون هغه څه دي چي له ښځو څخه ئې دا واک اخيستى دئ چي هغوى دي د تاوتر يخوالي په وړاندي خپل ږغ پورته کړي.

«مشکلات په خپل قوت سره پاته دي دا چي خويندي مراجعه نه کوي يا ئې نه سي کولاى ځني نور امنيتي او کلتوري ناوړه دودونه دي.»

په کندهار کي د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشرعبدالقادر نورزى بيا په دغه ولايت کي د عدلي او قضايي چارو مسئولان په دې ګرم ګڼي چي د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي دله منځه وړولو په لار کي چټک ګامونه نه اخلي کوي.

«په محاکمو او څارنواليو کي د ښځو د حقونو په اړه عادلانه او چټک ګامونه نه اخيستل کيږي.»

نورزى زياتوي که چيري يادي ادارې له ښځو سره د تاوتريخوالي په تورنيول سويو کسانو ته قانوني سزا ورکړي نو له مېرمنو سره به د زور زياتي ګراف ترډېره ځايه راکښته سي.

خو د يادو څانګو مسئولان بيا وايي چي ددوى ټولي پرېکړي قانوني او د هيچا له پاره ئې د قانون پرېکړي تر شانه دي غورځولي.

داپه داسي حال کي ده چي په دې وروستيو کي د هرات په ولايت کي هم د ځينومېرمنو په وړاندي د تاوتريخوالي راپورونه ورکول سوي دي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل