1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: د ښځینه پولیسو د روزنې لړۍ پیل شوې

۱۳۹۱ آذر ۲۴, جمعه

د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې د خلکو د غوښتني پر بنسټ يې، د ښځينه پوليسو د روزني او جذب لړۍ په تېزۍ سره پيل کړې ده. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/172E8

د چارواکو په وینا خلکو له دولت څخه غوښتنه کوله، چې د کورونو د تلاشۍ او په ځينو نورو وختونو کي دې باید ښځينه پوليس موجودي وي.

د کندهار اوسيدونکي په ځانګړي ډول ميرمني د امنيتي مسئولينو دغه کړنه ستايي او زياتوي، چي لاهم په کندهار کي د ښځينه پوليسوشميره کمه ده.

دا يادونه په داسي حال کي کيږي، چي د پنجشنبې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د دسمبر د میاشتې ۱۳مه» په کندهار کي په لومړي ځل د ښځينه پوليسو لس کسيزه ډله له مسلکي زده کړو وروسته خپلو امنيتي دندو اخیستلو ته چمتو شوه.

د کندهار په امنيه قومندانۍ کي د جوړو سوو مراسمو پر مهال امنيتي مسئولينو له ښځينه پوليسو وغوښتل، چې خپلو مسئوليتونو ته ډېري متوجه و اوسي. د مسئولينو په قول اوسمهال په کندهار کې د نارينه پوليسو ترڅنګ ښځينه پوليسو ته ډیره اړتيا ده.

د کندهار په امنيه قومندانۍ کي د پوليسو روزنکى نثار احمد خان، وايي چې د يوې اونۍ په دوران کي ښځینه پولیسوته د سواد زده کړي سربيره ځيني نوري مسلکي او د بشري حقونو اړوند زده کړي ورکړل شوي دي.

«په دې يوه اونۍ کي موږ دوى ته د لومړنيو جنايي پيښو، بشري حقونو، سواد زده کړي درسونه ورکړل. دغه درسونه به بيا دوى په خپلو څانګو کي له نور ښځينه پوليسو سره شريکوي او دا لړۍ به روانه وي.»

له لومړنيو مسلکي زده کړو څخه فارغې سوي پوليس هم د روزني دا لړۍ ستايي او وايي ترمخه يې د دغو درسونو په اړه کافي معلومات نه درلودل او اوس کولاى سي، چي د دې زده کړو پربنسټ په ټولنه کي د هر اوسيدونکي په ځانګړي ډول له خويندو سره قانوني چال چلند وکړي. دوى وايي که يې د زده کړو لړۍ وغځيږي، نو ګټه به يې ډېره وي:

«موږ خوشحاله يو، چي په ټولنه کي د مسلکي پوليسو په ډول خدمت کوو، موږ غواړو چي دا لړۍ له يوې اونۍ څخه نوره هم وغځيږي او لکه د نارينه پوليسو په ډول اوږدې زده کړي وکړو.»

کندهارۍ ميرمني هم د ښځينه پوليسو پر فراغت خوښي ښيي. د نوریې په نوم د کندهار یوه تنه ښوونکي وایي: «په ځانګړي ډول زه خپله په داسي پوليسو وياړم. بېله ښځو د ژوند هر ډګر نيمګړى دى، نو په کار ده چي نوري خويندي هم دې مسلک ته مخه کړي او د هيواد په سمسورتيا کي ونډه واخلي.»

د يادوني وړ ده چي په کندهار کي دامهال يوازي ٤٠ ښځينه پوليسي د نارينه پوليسو ترڅنګ د امنيت په خوندي کولو کي خپله دنده پرمخ بيا يي.

د کارپوهانو په آند د ټول کندهار لپاره د ښځینه پولیسو دغه شمیر ډیر لږ دی او مسئولينو ته په کار ده چي د دې لړۍ په چټکتيا کي د ښځينه پوليسو ژوند، اقتصاد او سرپنا ته ډېره پاملرنه وکړي نو بیا کيداى سي چې دا لړۍ پياوړي او د امنيتي ستونزو ګراف راکښته سي.


ابراهیم سپیڅلی/کندهار
کتونکی: سید ریاض