1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کندهار والي د مځکو په غصب کي لاس لري»

۱۳۹۱ آذر ۲۰, دوشنبه

د کندهار د ولايتي شورا مرستيال وايي، چي د دغه ولايت والي نه يوازي د مځکو د غاصبانو ملاتړ کوي، بلکي خپله هم د مځکو په غصب کي لاس لري. خو د کندهار ولايت مقام دا خبري ردوي.

https://p.dw.com/p/16yx7
انځور: DW

د کندهار د ولايتي شورا مرستيال او په دغه شورا کي د شاه وليکوټ ولسوالۍ د خلکو استازي رحمت الله اڅګزي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر۱۰) په کندهار کي خبريالانو ته وويل، چي کندهار والي د داسي خلکو تر شا ولاړ دى، چي هغوى د کندهار په بېلا بېلو سيموکي په سونو جريبه مځکه تر خيټي لاندي کړې ده.

د اڅګزي په قول توريالى ويسا له يوې خوا د مځکو د غاصبانو په وړاندي د جهاد علان کوي او له بلي خوا يې په غيري مستقيم ډول ملاتړ کوي.

هغه زياتوي د کندهار د لوی ويالې په سيمه کي په سونو جوړسوي غير قانوني کورونه يو وار په همدې پلمه ونړول سوه، چي غير قانوني دي، ليکن بيرته يې په يوه نامه او بل نامه د جوړولو لړۍ روانه ده او ولايت مقام هيڅ نه وايي:

«هغه کسان د والي صاحب خاص مشاورين دي، هغه د والي خاص خلک دي، د والي صاحب نږدې دوستان دي او يو له بل سره يې ګټي شريکي دي، نو دهغو په باب زه چاته ووايم؟ تراوسه پوري د مځکو غاصبان نه دي نيول سوي، موږ په څو واره له توريالي ويسا سره موضوع ياده کړې ده خو هغه په دې اړه هيڅ اقدام نه دى کړی. زه نور څه کولاى سم، اجرايه قوه خو د والي په لاس کي ده او بايد په دې اړه د خلکو ږغ واوري.»

د ولايتي شورا مرستيال زياتوي په دې اړه يې په وارو وار له کندهاروالي سره موضوع شريکه کړې ده خو د ده په خبره، چي هغه يې پر خبرو غوږ نه دى نيولى.

د اڅګزي په وينا دوى د خلکو استازي دي او نه سي کولاى، چي د خلکو ستونزي پټي کړي، دى وايي والي ته په کار ده چي په دې لار کي له دوى سره همکاري وکړي او ټول د مځکو قبضه کوونکي د قانون منګولو ته وسپاري.

خو د کندهار د والي وياند احمد جاويد فيصل د ولايتي شورا له خوا د مځکو په غصب کي د کندهار والي لاس لرل په کلکه ردوي او وايي، چي دا ستونزه نه يوازي په کندهار، بلکي د ټول هيواد په کچه موجوده ده.

فيصل وايي کندهار ولايت مقام همېشه هڅه کړې ده، چي ټولي قبضه سوي مځکي د زورواکانو او غير قانوني کسانو له لاسه وباسي.

نوموړى وايي په دې لارکي خپله کندهاروالي ډېر جدي دى او هيڅکله به چاته اجازه ورنه کړي، چي پر شخصي يا دولتي مځکو باندي غېږ راوګرځوي.

د ده په قول په دې اړه يې بشپړ کميسون جوړ کړى دی او د کمېسيون له خوا تراوسه پوري ٢٠٠جريبه مځکه له قبضې څخه خلاصه سوې ده:

«دا سمه ده، چې په کندهار کي زورواکان سته، دولتي اداره له هغوى سره په مبارزه اخته ده او تر دې وړاندي يې هم مبارزه کړې ده خو د ولايتي شورا له خوا دغه خبري موږ په کلکه ردوو، هيڅکله کندهاروالي په داسي ککړو کارونو کي لاس نه لري، هغه تل په دې اړه ډېره هڅه کړې ده او په دې اړه يې کمېسيون هم جوړ کړى دى چي قبضه سوي مځکي خلاصي کړي. په دې اړه موږ د غصب سويو مځکو او غاصبانو ليستونه چمتو کړي دي، مرکز ته مو ليږلي دي، هر څنګه چي د مرکز هدايت وي پر هغه لار به قدم ږدو.»

هغه وايي د دوى په وړاندي لويه ستونزه ناامني ده، د ده په قول که چیري په کندهار کي امنیتي ستونزي حل سي، نو ولایتي اداره به ټوله پاملرنه هغو ځمکو ته واړوي، چي د زورواکانو لخوا غصب سوي دي.

د کندهار د ولایتي شورا مرستیال په داسي حال کي والي توریالي ویسا د ځمکو د غاصبینو ملګری ګڼي، چي د کندهار ښاروالۍ چارواکي د خپلي ورستۍ څېړني له مخي وایي، چي په کندهارکي ۱۳۴۱ جریبه مځکه د ۴۲ زورواکانو او پاته نوره یې د عامو خلکو له خوا غصب سوې ده. دا چي دغه ۴۲ زورواکان څوک دي د ښاروالۍ مسولینو د هغوی د نومونو په اړه څه نه وايي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل