1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: په ارغنداب کي ټول تړل سوي ښوونځي پرانستل سوي

۱۳۹۰ مهر ۴, دوشنبه

د کندهار ولايت د پوهني رياست چارواکي وايي، چي په ارغنداب ولسوالۍ کي د شاه اشرف د منځني ښوونځي په پرانيستلو سره په دغه ولسوالۍ کي ټول تړلي ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانستل سول.

https://p.dw.com/p/12gSW
په کندهار کي يو ښوونځی
په کندهار کي يو ښوونځیانځور: Aslami, Hekmatulla

د کندهار د پوهني په رياست کي د اداري چارو مرستيال محمد عوض نظري وايي، دغه ښوونځى پنځه کاله ترمخه دزده کوونکوپرمخ تړلى او د خلکو په همکارۍ و توانيدل چي بيرته يې پرانيزي.

 

« نن مو د شاه اشرف منځنى ښوونځى، چي د پنځو کالو راهيسي د زده کوونکو پرمخ تړلى ؤ يوځل بيا پرانيست، نن ډېرد خوشحالۍځاى دی. ددغه ښوونځي په پرانيستلوکي زموږ سره د سيمي ولسي خلګو ډېره همکاري کړې ده او د ازمينه يې راته مساعده کړه چي دلته تړل سوى ښوونځى پس له ډېره وخته بېرته پرانيزو.»

 

د نوموړي په خبره ددغه ښوونځي په پرانيستلو سره اوس ارغنداب يو له هغو ولسواليو څخه ده، چي ټول ښوونځي يې د زده کوونکو پر مخ پرانيستلي دي.

 

نظري زياتوي دوى پلان لري چي په نږدي راتلونکي کي ٣ بابه نور نوي ښوونځي هم د زده کوونکو پرمخ پرانيزي، چي د ارغنداب ولسوالۍ اوسيدونکو ته هم د ښې پوهي ترلاسه کولو زمينه چمتو او په راتلونکي کي دغه زده کوونکي د هيواد جوړونکي و اوسي.

 

د ياد ښوونځي پخوانى امر استاد کريم الله خان د شاه اشرف د منځني ښوونځي په پرانيستل کيدو ډېرخوښ دى او وايي چي ترمخه دلته له دوى سره ترنهم ټولګي پوري په سلګو نوزده کوونکي په زده کړو بوخت وو،لاکن په دې ولسوالۍ کي جنګ او جګړوددغه ښوونځي دروازه يو مخ د پوهي د مينه والو پرمخ وتړل. خو په خبره يې يوځل بيا د ښوونځي پرانستل د ټول ارغنداب لپاره يوزيرى دی.

 

« پنځه کاله ترمخه موږ په دې مکتب کي نهه صنفونه درلودل وروسته د جنګونو د لاسه مکتب سقوط سو، اوس مو بيرته د وطن خلګ د امنيت په راتلوسره راتشويق کړل او شاګردان يې راواستول. له حکومت څخه د امنيت په راوستلوسره ډېر خوشحال يو.»

 

د شاه اشرف ښوونځي زده کوونکي هم په دې خوښي ښيي، چي ددوى تړل سوى ښوونځی اوس بيرته پرانيستل سو او دوى خپلو زده کړو ته پکښي دوام ورکوي.

 

« موږ ډېر خوشحال يو چي دغه مکتب پرانيستل کيږي، موږ به خپلي زده کړو ته ادامه ورکړو، چي په راتلونکي وخت کي انجنينران او ډاکټران سو او خپل هيواد ته خدمت وکړو.»

 

ارغنداب د کندهار ښار لويديځ پلوته تر ټولونږدې ولسوالي ده، چي ډېرى اوسيدونکي يې په کرهڼه بوخت دي.

 

ددې ولسوالۍ انار او انګور نړيوال شهرت لري او هره جمعه د کندهار ښار او نورو ولسواليو خلګ هلته د ميلو او ساعتيري لپاره ورځي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل