1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام پیلوي

محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۴ خرداد ۲۵, دوشنبه

د کندهار پوهنتون مسئولان وايي چي د یاد پرګرام د مالي چارو هوکړه لیک يې د یوې نړيوالی مرستندویه مؤسیسې (یو، ایس، ډبلیو، ډي، پي) سره لاسلیک کړی دی.

https://p.dw.com/p/1FhZQ
انځور: DW

د کندهار پوهنتون رئيس حضرت میر توتاخیل وايي، د ماسټرۍ په کچه د لوړو زده کړو لړۍ به له طب پوهنځۍ څخه راپیل کړي، چي وروسته به انجنیرۍ او نورو پوهنځیو ته هم وغځول سي.

توتاخیل وايي بشپړ چمتووالی لري او نور به محصلین اړ نه وي، چي د ماسټرۍ له پاره کابل او یا بهرنیو هیوادونو ته ولاړ سي:

«دا پروګرام په لومړي وار د ولایتي پوهنتونو په کچه کندهار پوهنتون راپیلوي اودا یولویه نېکمرغي ده. په دې تحصلی برخه کي به لومړی د عامي روغتیا په برخه کي لیسانس محصلین روزل کیږي.»

له کندهار پوهنتون سره د ماسټرۍ په کچه د لوړو زده کړو د مالي مرستي د همکارۍ مؤسیسې مسؤل ډاکټر ظاهرجبارخیل وايي، چي په افغانستان کي يې د پوهنتونو د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ په پروژه کي د کابل د څلورو مرکزي پوهنتونو په ګډون ۱۱ پوهنتونونه په پلان کي نیولي دي.

د هغه په قول په ولایتي کچه کندهار پوهنتون لومړی پوهنتون دی، چي د ماسټرۍ په کچه د لوړو زده کړو له پاره د مالي مرستو هوکړه لیک امضاء کوي:

«زموږ د پروژې هدف دادی، چي پوهنتونونه د بازار له کاروبار سره وتړو، یعني موږ غواړو داسي مسلکي کسان ورزو چي سبا له دې ځایه فارغیږي، سمدستي په ټولنه کي د کار او اقتصادي پیاوړتیا شرایط برابر وي.»

د کندهار پوهنتون د طب پوهنځی مسئول ډاکټر ولي محمد ویاړ وايي چي د ماسټرۍ له یاد پروګرام څخه فارغ ډاکټران به يې د هندي او پاکستاني مسلکي ډاکټرانو په څېر د نړۍ په نورو هیوادونو کي هم د کارکولو موقع ترلاسه کړي.

کندهار پوهنتون په داسي حال کي د ماسټرۍ په کچه د لوړو زده کړو بهیر پیلوي، چي څو میاشتي وړاندي یاد پوهنتون د ټول هیواد په کچه د کیفیت او تضمین په ارزیابۍ کی لومړي مقام هم وگاټه.

اوس مهال د کندهارپوهنتون په ۱۲ پوهنځیو کي درې وخته (سهار، ماپښین او د شپې له خوا) شپږ زره محصلین لوړي زده کړي کوي.