1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار ښاروال ووژل سو

۱۳۹۰ مرداد ۵, چهارشنبه

د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي نن د کندهار ښاروالۍ په انگړ کي په يوه ځانمرگي بريد کي ووژل سو. چارواکي وايي چي بريدکونکي په خپله لنگوټه کي چاوديدونکي توکي تيرکړي ول او د ښاروال سره د روغبړ پر مهال يې چاودنه ورکړه.

https://p.dw.com/p/124hm
د کندهار وژل سوی ښاروال غلام حيدر حميدي
د کندهار وژل سوی ښاروال غلام حيدر حميديانځور: DW

کندهاروالي توريالي ويسا، په يوې خبري ناسته کي پېښه وغندل اوغلام حيدرحميدي يې تکړه کارګرکس يادکړ.

په ښاروالۍ رياست کي يوتن کارکوونکی چي پېښه يي خپله ليدلې، وايي ښاروال له خپلي کاري کوټې څخه راوتلى ؤ اوغوښتل يې چي د ساختمانۍ څانګي ته ولاړسي، چي په انګړکي چاودنه رامنځته سوه.

کندهاروالي په نننۍ خبري غونډه کي په ټينګارسره وويل چي د وژل سوي ښاروال ارمانونه اوهيلي به عملي کوي اوهغه ځايونه چي د جوړېدوپه حال کي دي د رغولوچاري به يي لاپسي غزوي اوغاصبين به نه پرېږدي چي د مځکو د قبضو لړۍ جاري وساتي.

کندهارښاروال غلام حيدرحميدي نژدي شپېته کاله وړاندي د کندهارښار د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان په سيمه کي زېږېدلى ؤ، لومړنۍ او ثانوي زده کړي يې په کندهار کي د احمدشاه بابا په عالي لېسه کي او لوړي زده کړي يې د کابل پوهنتون د ښووني او روزني په څانګه کي ترسره کړي وې.

هغه ٢١کاله د ماليې په وزارت کي دنده سرته رسولې وه او بيا د امريکاهيواد ته کډوال سوى ؤ .

څلورکاله مخکي يې د کندهار ښاروالۍ مسؤليت ته اوږه ورکړه، پرنوموړي باندي ترمخه هم يو شميرچاودني سوي وې. لاکن ورڅخه روغ وتلى ؤ. خو د نن ورځي بريدکوونکي په دې وتوانيدى چي غلام حيدرحميدي ووژني چي مسؤليت يې وسلوالوطالبانوپرغاړه واخيست.

په دې وروستيوکي نه يوازي دهيواد په سهيل; بلکي په نورو برخوکي هم قومي مشران لوړپوړي چارواکي اومخور په بيلابيلو پيښوکي وژل سوي دي، چي وروستۍ وژني يې د سلا کار وزير جان محمدخان، د کندهار د ولايتي شوراد رئيس احمدولي کرزي او د کندهار د علماء د شورا رئيس مولوي حکمت الله (حکمت ) نومونه يادولاى سو.

غلام حيدر حميدي په کندهار کي يو د ډيرو فعالو ښاروالانو څخه و. د ځايي اوسيدونکو په خبره هغه په ښار کي هغو ټولو بې نظميو ته د پای ټکی ايښی و چي دده تر کار د مخه موجودي وې.

ويل کيږي چي حميدي د کندهار ښار د کوتلي مرچې په سيمه کي د ناقانونه جوړ سوو کورونو د نړولو هوډ کړی و او په تيرو دوو ورځو کي يې ډير کورونه هم نړولي ول.

ننۍ غونډه چي ښاروال پکښي وژل سوی، همدغه د ناقانونه جوړه سوو کورونو په اړه ول. ښار وال پتېيلې ول چي د سيمي ټولو مشرانو ته ووايي چي په هغه ودانيو کي چي انسانان ژوند کوي وخت ورکړي يا يې يوازي ديوال ور چپه کړي.

ويل کيږي چي تيره ورځ د ناقانونه جوړ سوو کورونو د چپه کولو پر مهال دوه ماشومان مړه سوي ول.
د پيښي پړه طالبانو په غاړه اخستې ده.

محمد اراهيم سپيڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل