1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار کې ترافیکې پېښې اوه کسان ووژل

۱۳۹۱ فروردین ۱۸, جمعه

د کندهار ولایت امنیتي چارواکو ویلي دي چې په دغه ولایت کې هغه وخت اوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې موټر ئې له یوه ټانکر سره چې د ناټو د ځواکونو له پاره يې تیل وړل وجنگید.

https://p.dw.com/p/14Yqi
انځور: dapd

د چارواکو په خبره موټر هغه وخت اور واخیست چې د ناټو د تیلو له یوه ټانکر سره وجنگیدو. دغه پېښه د کندهار ولایت په پنجوالي ولسوايي کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار ولایت د امنیې قوماندان او د پنجوايې ولسوالۍ د امنیت مدیر ویلي دي چې په پېښه کې د یاغیانو لاس نه وو. خو د سېمې اوسیدونکو د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه د تیلو ټانکر د طالبانو له خوا په توغندیو ویشتل شوی وو.

د پنجوایي د ولسوالۍ د امنیت امر سردار محمد، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د تیلو یو ټانکر چې د ایساف ځواکونو ته ئې تیل وړل چپه شو او اور ئې واخیست. په همدې وخت کې یو د ملکې کسانو موټر ته هم چې له سېمې څخه تیریده اور او واخیست.»

ښاغلي سردار محمد ویلي دي چې په پېښه کې اوه کسان وژل شوي دي او درې نور ټپیان دي. د هغه په خبره ټپي شوې کسان روغتون ته استول شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندان عبدالرازق، هم پېښه منلې ده. هغه د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د تیلو دغه ټانکر د کندهار له ښار څخه په لوړ سرعت د پنجوایي ولسوالۍ په لور روان وو چې په لاره کې چپه شو او بیا ئې اور واخیست.»

د کندهار د امنیې قوماندان په خبره وروسته له دې چې ټانکر چپه شو یو موټر چې پکښې ملکي کسان سپاره ول له سېمې څخه د تیریدو په حال کې وو اور ئې واخیست چې له امله ئې اوه کسان ووژل شول.

د پنجوايي په ولسوالۍ کې تر دې مخکې یوه امریکایي سرتیري پر ملکې کسانو ډزې وکړې او د ماشومانو په گډون ئې ۱۷ کسان ووژل.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض