1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: ۴۲ قابلو او نرسانو د فراغت سندونه تر لاسه کړل

۱۳۹۱ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

په کندهارکي د صحي علومو د انستيتوت څخه ۴۲ تنه نرسانو او قابلو د فراغت سندونه تر لاسه کړل. او د نوي تعلیمي کال له پاره ۳۰۰ تنو خپل نومونه راجستر کړي دي.

https://p.dw.com/p/1581i
انځور: DW

د صحي علومو د انستیتوت مسؤلي ډاکټري نسرين بارکزۍ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې په کندهار کي له نرسنګ سره د نجونو لېواليتا زياته سوې ده.

د بارکزۍ په خبره په نورو کلونوکي به د دولسم ټولگي څخه فارغو د ګوتو په شمير نجوني چمتو کيدلې چي دوى ته مراجعه وکړې، خو د هغې په خبره چې د نوي تعليمي کال له پاره چي لاتر اوسه ئې پيل ته څومياشتي پاته دي ٣٠٠ تنو خپل نومونه ليکلي او دا لړۍ لا روانه ده. هغې زیاته کړه:

«نن موږ د نرسنګ دعالي څانګي څخه د پنځمي دورې ٢٢ تنه او د قابلګۍ د اوومي دورې څخه مو٢٠ تنې فارغه کړې چي په مجموع کي ٤٢ تنه کيږي او پر دې سربیره د نوي تعليمي کال له پاره ٣٠٠ تنو خپل نومونه ثبت کړي دي.»

د نسرين په خبره د دوى د صحي علومو مرکز ته د دولسمو ټولګيو د فارغ سوو نجونو زياته مراجعه د دې څرګندونه کوي چي يوه ورځ به په کندهار او نزدي ولايتونو کي د ښځينه روغتيايي ځواک د کمښت ستونزه تر ډېره راکمه سوې وي.

د قابلګۍ او نرسنګ د څانګي څخه دوې تنې فارغيني وايي دوى چمتو دي چي خپلي روغتيايي زده کړي نه يوازي په کندهار ښار بلکي په ليري پرتو ولسواليو کي د روغتيايي ستونزو سره مخامخ ميرمنوته ورسوي.

د دوى په خبره دا مهال د کندهار او شاوخوا ولايتونو په ليري پرتو سيمو کي ښځي له بيلا بيلو روغتيايي ستونزو سره مخامخ دي اوغواړي په هغو سيمو کي چي هلته روغتيايي اسانتياوي نسته يا کمي دي خپل ځانونه د ناروغو ميرمنو خدمت ته ورسوي او په دې ډول ئې د مور او ماشوم دمړيني د کچي په راټیټولو کي پرځاى ګامونه پورته کړي وي.

د کندهار د صحي علومو د لوړو زده کړو د مؤسسې مسئوله ډاکټره نسرين هم وايي د دې نجونو فراغت به د روغتيا په لار کي د ميرمنو په وړاندي د پرتو ستونزو له پاره ډېر ګټور ثابت سي.

په کندهار کې له نرسنگ سره د نجونو لیوالتیا زیاته سوې ده.
په کندهار کې له نرسنگ سره د نجونو لیوالتیا زیاته سوې ده.انځور: DW

نسرين په خپلو خبرو کې وړاندې وایي چې د روغتيا رياست به د دوى د استخدام سره سم خپل تر وسه پوري اسانتياوي ورته چمتو کړي تر څو دوى په خپلو کار ځايونو کي د ناروغانو له پاره د مسلکي خدمت کولو مصدر وګرځي:

«زه ډاډه يم چي د دوى فراغت به د ليري پرتو سيمو د ناروغانو له پاره يو زيرى وي، ځکه د دې فارغينو ډېرى برخه خپله د همدې سيمي اوسيدونکي دي.»

نسرين زياتوي تر مخه دوى له وزارت سره دا ستونزه درلوده چي د نورو ولايتونو د دولسمو ټولګيو فارغيني به ئې ورته ورمعرفي کولې چي له فراغت څخه وروسته به ئې په کندهار کي خدمت ته زړه نه ښه کاوه.

د هغې په وینا اوس وزارت ورسره منلې ده چي همدلته به په کندهار کي د ټولي حوزې په کچه ازموينه اخلي چې د دې سيمې ډېرى فارغيني بيرته د همدې جنګ ځپلو ولايتونو په درد وخوري.

محمد ابراهیم سپیڅلی/ کندهار
کتونکی: سید ریاض