1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کنیا: د باران د اوبو څخه ګټه اخیستل

۱۳۹۰ مرداد ۲۴, دوشنبه

د المان د پرمخیتایي مرستور وزیر دیرک نیبل افریقایی هیواد کینیا ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې د افریقا په وچه کې د کرهنی او مالدارۍ په برخه کې ډیري نیمګړتیاوې شوي.

https://p.dw.com/p/12Gq4
دیرک نیبل
دیرک نیبلانځور: DW

کنیا هم د وچکالۍ له ناورین څخه خوندي نه ده پاتې. د جوارو فصل وچ شوی دی، تقریبا په هیڅ ځایی کې د حاصل امکان نشته. د بزګرانو له جملي څخه یو تن وایي، چي تیر کال د میندالي په سیمه کي چیري چي بارانونه نه وو، وریدلي وضعه داسې وه:

« د وچکالۍ له امله اصلا هیڅ اوبه نه وې. اوبه یواځي په سیندونه کې وی.»

خو له دغه سیندونو څخه د لیروالي په دليل، په مشکله لاس رسې ورته کیږي. خو سږ کال په په میندالي کې یو مثبت بدلون راغلې. ځکه چي د وچکالۍ سره سره اوبه شتون لري.

یو سړی د اوبو د ټانک د نل څخه په یوه ګیلنه کې ۲۰ لیټره اوبه اخلي. دغه اوبه د روان کال د اپریل د میاشتې د باران اوبه دي. د اوبو ټانکونه چي د باران اوبه په کې ورولویدلي دي د یوې اوچتې غونډې لاندې موقعیت لري.

د دغه غونډي څلور خواو ته دیوالونه اوچت کړای شوي دي. هغه اوبه چې د تپې څخه لاندې رالویږي، د دې دیوالونو په وسیله ذخیره کیږي او بیا وروسته د نلونو پواسطه ټانکرونو ته انتقالیږي.

۳۰۰۰ تنه له دغه اوبو څخه ګټه اخلي، که چیرې وچکالۍ راشي هر تن باید د یو لیټر اوبو له پاره دوه شلینګه (کینیایی پولي واحد) ورکړي. ځایی خلکو خپله یوه ډله جوړه کړي چی د دغه اوبو ساتنه کوي. نو په دې خاطر ، یوهان فان کامپ، د لوږې د نړیوالې ټولنې څخه د دي ټانکونو په ساتنه کې کومه ویره نه لري:

« له دی دستګاه څخه اوبه خپلي روانیږي. تر څو پوري چې خلک په دي عادت شي چی له دي اوبو څخه خپله ګټه واخلي، د دي دستګاه د ساتلو لپاره به هغوي خپلي هلې ځلې په کار واچوي.»

د نګناګاني په سیمه کی هم دې ته ورته د اوبو ټانکونه شته چې د یوه ښوونځي د چت څخه دغه ټانکونو ته اوبه ورولویږي. د زده کوونکو میندو او پلرونو د دغه دستګاه په جوړولو کې برخه اخیستي ده. او اوس د وچکالۍ په وخت کې هم دغه ښوونځی د پخلي او وینځولو لپاره اوبه لري.

د دغه سیمي مسؤلین له دغي پروژې څخه ستاینه کوي، له دغه مسؤلینو څخه یو تن وایي:

« د دي پروژي له امله ماشومان ښوونځي ته راځي. د هغوي صحي وضعه ښه شوې ده، ځکه چې تشناب ته تر تګ وروسته دوي خپل لاسونه پریمنځلی شي. هغوي ته ډوډي رسیږي چي په ښوونځي کې پخه شوي. دا زمونږه لپاره یو ډیره لویه لاسته راوړنه ده.»

د المان د پرمختیایی مرستو وزیر ، دیرک نیبل، هم په دې نظر دی چي اوس د دي سیمي خلک کولی شي د ځان لپاره څه جوړ کړي. که چیري باران ونه اوري دا باید په دې معنی نه وي چي خلک دي د وچکالۍ له امله وکړيږي. هغه په دې خبره ټینګار وکړ چي هغه هیوادونه چي د وچکالۍ د خطر سره مخامخ دي د زراعت په برخه کې باید د هغوي سره مرسته وشي.

نو له دی امله د المان د پرمخیتایی چارو وزارت غواړي چي په روان کال کي پدي برخه کی د ۷۰۰ یورو څخه زیاتي پیسي د ټولې نړۍ په واک کي ورکړي. نیبل ویلي چی د زراعت د پرمختګ په برخه کي تر اوسه ډیره بي غوري شوي ده، خو نه یواځي د المان له لوري.

« په مکمله توګه د وچکالۍ د مخنیوي لپاره مؤثره لار نشته. د وچکالې مخه نه شي نیول کیدای، خو سړی ورته وقایوي تدابیر نیولی شي. سړي کولی شي ځان دې ته چمتو کړي چي د وچکالۍ پر وخت صحیح ګامونه پورته کړي او پدې برخه کی داسې تدابیر ګټور دي.»

کیپلر/ سید ریاض
کتونکي: عبدالباري حکیم