1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ربانی وایي هیواد ئې د افغانستان تر شا ولاړ دئ

۱۳۹۰ بهمن ۱۲, چهارشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري له کرزي سره تر لیدني وروسته وویل چي په افغانستان کي کومه پټه اجنډا نه لري. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم وویل چي پاکستان د افغانستان د سولي په بهیر کي مهم رول لوبولای شي.

https://p.dw.com/p/13uCv
کهر د ناټو بربنډ شوی رپوټ هم رد کړی دئ
کهر د ناټو بربنډ شوی رپوټ هم رد کړی دئانځور: AP

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري حنا رباني کهر، د چهار شنبي په ورځ وویل چي هیواد ئې په افغانستان کي کومه پټه اجنډا نه لري. کهر له هغه وروسته دا خبري وکړې چي د ناټو په یوه بربنډ شوي رپوټ کي پر پاکستان تور لگول شوی دئ چي د طالبانوملاتړ کوي.

میرمن کهر له ولسمشر کرزي سره تر لیدني وروسته په کابل کي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس کي وویل چي هیواد ئې په افغانستان کي کومه پټه اجنډا نه لري. هغې د ناټو وروستی رپوټ رد کړ او ویویل: «دغه شان تورونه پخوا هم پر پاکستان لگول شوي دي. پاکستان د سولي له پاره د افغانستان د هرې هڅي تر شا دریږي.»

کهر زیاته کړه چي افغانستان ته له خپل سفر سره غواړي د دغه هیواد چارواکو ته دا پیغام ورسوي چي پاکستان غواړي له کابل سره اوږد مهالي اړیکي ولري. کهر وویل چي په افغانستان کي د سولي هر بهیر باید د افغانانو په مشرۍ وي. هغې زیاته کړه چي که افغانستان وغواړي هیواد ئې د یوه گډ کمیسیون جوړولو ته تیار دئ چي په افغانستان کي د سولي هڅي پر مخ بوزي.

د ناټو په بربنډ شوي رپوټ کي راغلي دي چي د پاکستان استخباراتي شبکه له طالبانو سره بیا قدرت ته په رسیدو کي مرسته کوي. دغه رپوټ د طالبانو له نیول شوو غړو سره تر خبرو وروسته جوړ شوی دئ. د دغه رپوټ تر بربنډیدو وروسته ناټو وویل چي دغه رپوټ د امریکا او ناټو پالیسۍ نه ښکاره کوي.

دغه رپوټ په یو ډیر حساس وخت کي خپور شوی دئ. رپوټ افغانستان ته د حنا رباني کهر سفر تر تأثیر لاندي راوست.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري په دغه خبري کنفرانس کي وویل چي پاکستان او افغانستان باید پر یو بل لا ډیر اعتماد وکړي. هغې زیاته کړه چي پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت ته هر کواښ خپل ملي حاکمیت ته گواښ گڼي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول هم په دغه خبري غونډه کي وویل چي تر هغو چي د سیمي هیوادونه له یو بل سره همکارۍ و نه کړي، په سیمه کي به سوله را نه شي. هغه وویل چي پاکستان د افغانستان د سولي په بهیر کي ډیر مهم رول لوبوي.

له بل لوري یو شمېر افغان کارپوهان وايي چي اوس پاکستان په نړېواله او سیمه ییزه کچه له حوادثو يو څه لیري شوی دئ نو له همدې کبله غواړي چي په دغه راز ژمنو سره ځان له انزوا څخه راوباسي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزي، په دې اړه آلمان غږ ته وویل چي د پاکستان ژمني یوازي د خولې خبري دي چي کومه عملي بڼه نه لري:

«زه په هر صورت دې ژمنو ته ډېر خوشبینه نه یم. علت ئې دا دئ چي د پاکستان له تاریخ څخه تر نن ورځي پوري دغه هېواد معمولا د افغانستان له مختلفو دولتونو سره ډیري داسي وعدي کړي دي.»

مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب