1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کهر پر طالبانو فشار راوړو

۱۳۹۰ بهمن ۱۳, پنجشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري ویلي دي چي هیواد ئې حاضر دئ پر طالبانو او د هغوی پر ملگرو فشار راوړي چي د سولي له بهیر سره یو ځای شي. دا په داسي حال کي ده چي طالبان په قطر کي له متحده ایالاتو سره په خبرو اترو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/13vmN
رباني وایي هیواد ئې تر اوسه د سولي په بهیر ونډه نه ده اخیستي
رباني وایي هیواد ئې تر اوسه د سولي په بهیر ونډه نه ده اخیستيانځور: Reuters

پاکستان د افغانستان د سولي په بهیر کي ډیر مهم رول لوبولای شي. ویل کیږي چي دغه هیواد له طالبانو سره اړیکي لري او دا چي د طالبانو مشران په قطر کي میشت دي. خو پاکستان هم ډیر نه شي کولای چی طالبان کنترول کړي ځکه چي دغی ډلي په وروستیو کي په پاکستان کي هم ځیني بریدونه تر سره کړي دي.

له هغه وروسته چي طالبانو اعلان وکړ چي له متحده ایالاتو سره په قطر کي د یوه دفتر د پرانیستلو په اړه لومړنۍ موافقي ته رسیدلي دي، د افغانستان په دننه او بهر کي د سولي خبري اتري گرمي شوي. خو په قطر کي هم د سولي روان بهیر د پاکستان، افغانستان او امریکا تر منځ د بې اعتمادۍ د فضا د موجودیت له کبله ډیر پرمختگ نه دئ کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري ویلي دي چي لا تر اوسه پوري د سولي اصلي خبرو اترو پیل ته ډیره لاره پاته ده خو هغه زیاته کرې ده چي دغه خبري اتري د افغان حکومت تر موافقې وروسته پیلیدای شي.

که څه هم ولسمشر کرزي د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د سولي د خبرو اترو ملاتړ کړی دئ خو تل ئې له دغه بهیر څخه د لیري پاته کیدو په اړه اندیښنه ښودلي ده. په وروستیو کي داسي رپوټونه هم خپاره شول چي افغان حکومت غواړي په سعودي عربستان کي له طالبانو سره خبري اتري وکړي. خو د چهار شنبي په ورځ طالبانو وویل چي دوی به په سعودي عربستان کي له افغان حکومت سره خبري اتري و نه کړي.

پاکستان او افغانستان هم له یو بل سره ستونزي لري. افغانستان وایي چي پاکستان دترهگرو ملاتړ کوي او هغوی تر روزلو وروسته افغانستان ته د بریدونو د ترسره کولو له پاره استوي. پاکستان بیا تل دغه تورونه ردوي او وایي چي پخپله د ترهگرۍ قرباني دئ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري حنا رباني کهر، د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته سفر وکړ چي د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د ښه کولو هڅی وکړي. کهر افغانستان ته پخپل سفر کي وویل چي هیواد ئې د هر هغه کار ترسره کولو ته چمتو دئ چي افغانستان ئې ورڅخه وغواړي.

په پلان کي ده چی افغان ولسمشر به په روانه میاشت کي پاکستان ته سفر وکړی او هلته به د دغه هیواد له چارواکو سره د سولي د بهیر په اړه لا ډیري خبري اتري وکړي. کهر ویلي دي چي پاکستان لا تر اوسه د افغانستان د سولي په بهیر کي کومه ونډه نه ده اخیستي. کهر او د پاکستان لومړی وزیر به په راتلونکو ورځو کي قطر ته هم سفر وکړي.

مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب