1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

که افغان هوايي شرکتونه سم نه سي په هيواد کي دننه هم ورباندي بنديز لگول کيږي

۱۳۸۹ دی ۷, سه‌شنبه

د څه مودې راهيسي په اروپا کي د افغان د هوايي شرکتونو پر الوتکو باندي بنديز د نړيوالو معيارونو د نشتوالي ، په اروپا کي د دغو الوتکو نه راجستريدل او همدارنګه د نوموړي الوتکي د زړلښت له کبلي لګول سوی.

https://p.dw.com/p/Qkcs
د کابل نړيوال هوايي ډګر
د کابل نړيوال هوايي ډګرانځور: DW

له دې سره سره چي همدااوس آريانا افغان او صافي شرکتونه د چارتر يا کرايي الوتکي پر مټ اروپا ته په اونۍ کي څلور ځلي الوتني لري خو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند ننګيالی قلاتوال وايي ټول هوايي شرکتونو ته کوتڅنډنه سوې چي د دوو مياشتو په موده کي ځانونه پر بين المللي معيارونو برابر کړي.

دغه مودي د ختميدو په حال کي دي او که چيري نوموړي شرکتونه سرغړونه وکړي نو، د دوي د فعاليت جواز اخيستل کيږي او د افغانستان د ننه هم دوي فعاليت نسي کولای.

« يوه مياشت کيږي چي زموږه مقرري د جمهورريس لخوا تصويب شول ، موږ ټول شرکتونو ته دوې مياشتي وخت ورکړی، که دوي د بين المللي معيارونو ځان برابر نه کړي د پرواز اجازه نه ورکول کيږي او جواز يي هم بيرته اخيستل کيږي.»

قلاتوال زياتوي، په نوموړي وزارت کي د دوو بهرنيو متخصصينو په ګډون يوه پنځه کسيزه تخنيکي کميسيون جوړ سوي چي پر نوموړي شر کتونو باندي څارنه کوي.

جمهورريس حامد کرزي هم په همدې تړاو کابو شپږ مياشتي وړاندي يو فرمان صادر کړي و، دغه فرمان د پامير شرکت د يوې الوتکي له غورځيدو وروسته صادر سو چي بايد د افغانستان هوايي شرکتونه ، ټولي الوتکي له تخنيکي پلوه چک سي خو د دغه فرمان پآيلي تر اوسه په دقيقه توګه ندي څرګندي سوي.

د نوموړي وزارت په خبره همدااوس يو شمير خصوصي هوايي شرکتونه له دغه طياري کار اخلي او د نوموړي الوتکي، الوتنه په هغو هوايي ډګرونو کي چي له بهر څخه ډيره ارتفاع لري، له خطرونو ډکي دي او دغه الوتکي کولای سي يوازي په هرات او مزار شريف کي الوتنه ولري.

بله خوا يو شمير افغانان هم په دې هکله انديښني لري ، او د ترانسپورت له دغه پريکړي څخه هرکلۍ کوي، دوی وايي په نوموړي شرکتونو باندي بايد فشار راوستل سي تر څو د الوتکو امنيت خوندي وي.

د افغانستان هوايي ترافيک د بهرني قوتونو لخوا کنټروليږي، د ترانسپورت او هوانوردۍ د وزارت په خبره په ورستيو څو کلونو کي ګڼ هوايي شرکتونه د نوموړي وزارت څخه د فعاليت اجازه ليک تر لاسه کړې.

خو اوس مهال له دغو شرکتونو څخه يوازي، د آريانا افغان دولتي شرکت په ګډون څلور شرکتونه په افغانستان کي فعاليت کوي.

احمد فرهاد/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل