1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

که د افغاني دود څخه کار واخستل سي د مشورتي جرگې پايلي به ښه وي

۱۳۸۹ خرداد ۱۶, یکشنبه

د سولي ملي مشورتي جرګه چي د درو ورځو بحثونو څخه وروسته يي په شپاړسو مادو كي د طالبانو او مخالفينو سره د خبرو دپاره پريكړه ليك صادر كړی د ډول ډول غبرګونونو سره مخامخ سوې ده...

https://p.dw.com/p/NjIl
د سولي د ملي مشورتي جرگې گډونوال
د سولي د ملي مشورتي جرگې گډونوالانځور: AP

ځيني وايي، چي كيدای سي د پريكړه ليك په پلي كيدو سره د دولت د مخالفينو سره د روغي جوړي او پخلاني دپاره د خبرو د روازې خلاصي سي او افغاني طالبان چي د جنګ څخه ستړي سوي دي بلاخره د كابل سره خبرو ته كښېني.

خو يو شمېر سياستوال بيا د طالبانو د شرطونو په رڼا كي دغه پخلاينه ناشونې بولي او وايي، چي د ملي مشورتي جرګې د جوړيدو په لومړۍ ورځ طالبانو په ډزو او ځان وژني سره غبرګون وښودی.

د طالبانو د واكمنۍ يو چارواكی او د مشرانو د جرګې غړی مولوي ارسلا رحماني چي د سلوي د ملي مشورتي جرګې يوګډون وال وو دا لمان ږغ راډيو سره په خبرو كي د جرگې پريكړه ليك د وخت د نبض سره برابر و باله، او ويې ويل كه چيرې ټكی په ټكي د پريكړه محتويات عملي سي د طالبانو او مخالفينو سره د پخلايني او خبرو اترو امكانات سته.


«د سولي په ملي مشورتي جرګه كي دا خبره هم وسوه، چي كيدای سي په جرګه كي ښځينه غړي د افغاني دود سره سم د دولت د مخالفينو كورونو ته ورسي د هغوئ د ميندواو خونيدو سره خبرې وكړي او په دې توګه طالبان سولي ته وهڅوي.»

ولسمشر کرزی په ملي مشورتي لويه جرگه کي طالبانو ته د خبرو ورکولو د بلني پر مهال
ولسمشر کرزی په ملي مشورتي لويه جرگه کي طالبانو ته د خبرو ورکولو د بلني پر مهالانځور: AP

د ولسي جرګې غړی او د سولي د مشورتي جرګې برخه واله هوا علم نورستانۍ وايي، چي د افغاني دود د مخه ښځوتل د سولي په تامين او د شخړو په اوارولو کي ونډه اخيستې ده او ښې پايلي يې درلودې.

ليكوال او ژورناليست اجتماعي ځوكيوال وايي چي، د جرګې په اوله ورځ د مخالفينو مرګوني غبرګون وښوده چي طالبان خبروته حاضر نه دي. ښه داوه چي په دې جرګه كي د طالبانو او حزب اسلامي استازي شامل سوي واى.

په داسي حال كي چي د ملي مشورتي جرګې څخه په ملي او نړيواله كچه ملاتړ سوی دى خو د دولت مخالفينو لا د جرګې د وروستۍ ورځي د پريكړه ليك په هكله كوم غبرګون نه دى څرګندكړى. وروسته به وليدل سي چي د ملت د شپاړس سوه استازو پريكړه ليك د كوم برخه ليك سره مخامخ كيږي.

جمال كوټوال/ كابل

کتونکی. زيارمل