1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که د ټاکنو قانون تصويب نه سي ستونزي ډيريږي»

اسماعيل شاکر/ کابل۱۳۹۲ فروردین ۱۳, سه‌شنبه

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) وايي که ولسي جرګه د ټاکنو قانون ژر تر ژره تصویب نه کړي نو راتلونکي ولسمشرېزي او د ولایتي شوراګانو ټاکني به له سختو ستونزو سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/1888r
An Afghan woman, right, casts her vote in the presidential election at a polling station in Kandahar province, south of Kabul, Afghanistan, Thursday, Aug. 20, 2009. (AP Photo/Musadeq Sadeq)
Wahlen in Afghanistanانځور: AP

د ټاکنو قانون او د ټاکنو د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمېسیون د دندو او واکونو د قانون طرح شاوخوا شپږ میاشتي دمخه ولسي جرګې تصویب کړې خو د مشرانو جرګې له خوا رد شوې.

د فیفا مشر جانداد سپین غر د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د اپریل ۲) په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل، چي دواړي جرګې دې ژر تر ژره پر دغو قوانینو خپل کار پیل کړي.

د ښاغلي سپین غر په وینا د ټاکنو قانون په تصویب کې ځنډ د راتلونکو ټاکنو شفافیت تر پوښتنو لاندي راولي:

«د ملي شورا د اوسنۍ تقنیني دورې له پاره ددغو قوانینو تصویب تر بل هر کار لومړیتوب لري، که چیرې دغه قوانین له مدنې بنسټونو سره په سلا مشورو ژر تر ژره تصویب نه شي نو په راتلونکو ټاکنو کې به سختې ستونزي ولرو.»

سپین غر له رسنیو، سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو څخه وغوښتل چې پر ملي شورا دې فشار راوړې، تر څو دغه دوه ټاکنیز قوانین ژر تر ژره تصویب کړي.

هاخوا د چارو یو شمېر کتونکي وايي د ولسي جرګې اداري پلاوی د دې وړتیا نه لري چې مهم او ملي موضوعات د عمومي غونډو په اجنډا کې ځای کړي.

حقوقوپوه محمد اجمل هوډمن په دې اړه دويچه ویله ته وویل: «په ولسي جرګه کې د مدیریت کمزوري ده چې دوی له وخت نه ډیره استفاده نه شي کولای، موږ ګورو چې هغوی هر ځلې د هر کال په سر کې دوی یوه میاشت د اداري هیئت په انتخاباتو تیروي. دغه ادارې ضعف د دې سبب کیږي چې هر وخت مهمې اجنداوې شاته ولویږي او ځنډ پکې راشي.»

ښاغلی هوډمن زیاتوي چې په دغو دواړو ټاکنیزو قوانینو کې تر ټولو مهم یې د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو اوریدو کمېسیونونو د دندو او واکونو د قانون طرح ده چې تصویب یې ډیر اړین دی.

دی وايي که چیري په دغو دوو ټاکنیزو کمېسونونو کې اصلاحات راشي نو له شک پرته راتلونکي ټاکني هم په سمه او روڼه توګه ترسره کیږي.

خو د ولسي جرګې غړی محمد نعیم لالی حمیدزی وايي پر یادو قوانینو د ولسي جرگې ۱۸ گونو کمېسیونو کار پيل کړی او ډیر ژر به عمومي غونډې ته د بحث له پاره وړاندې شي:

«پر دغه قانون کار سوی دی ټولي خواوي یې څېړل سوی دی نو انشاالله په یوه یا یوه نیم میاشت کې به د بحث له پاره عمومي غونډي ته وړاندي سي.»

افغانستان له تیرو یوولسو کلنو راهیسي خپلي ټولي ټاکني د ولسمشر د یوه تقنیني فرمان له مخې ترسره کوي، کارپوهان وايي د قانون نشتوالی د دې لامل شوی دی چي  هېواد وار له ستونزو ډکي ټاکني ولري.