1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

که ځايي خلک مرسته ونه کړي د طالبانو سره معامله مشکله ده

۱۳۸۷ تیر ۳, دوشنبه

دوی په ټول افغانستان کي په مساوي ډول شتون نلري خو ډير فعاليتونه يي په ختيځو او سهيلي ولايتونو کي دي

https://p.dw.com/p/EPSj
په افغانستان کي د ناټو ځواکونو جنرال ايګون رمز
په افغانستان کي د ناټو ځواکونو جنرال ايګون رمزانځور: DW

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د آلماني جنرال ايګون رامس سره د آلمانۍ راډيو دويچلند فونک د مرکې پښتو ژباړه چي په افغانستان کي يي د ناټو د نورو اضافي ځواکونو غوښتنه کړې ده.

د جنرال رمز څخه په لومړی سره کي پوښتنه سوې چي ستاسو په فکر سره د افغانستان څخه د امکان په صورت کي به ستاسو د ځواکونو د ايستلو صحنه څنګه وي.

جواب: موږ بايد افغانان په دې وتوانوو، چي د افغانستان امنيتي ځواکونه يعني پوځ او پوليس يوې ټاکلي پياوړتيا ته ورسيږي، يوه ټاکلې روزنه وويني، او کله چي دا امنيتي ځواکونه په يوه لازمه او ټاکلې سويه سره روزول سوي وي، نو بيا به موږ دا امکان ولرو چي ووايو، موږ اوس د دې هيواد امنيتي چاري افغاني امنيتي ځواکونو ته ورسپارو او له دې سره د افغانستان حکومت ته.
پوښتنه: موږ له دې کار څخه څوندي ليري يو؟
جواب: منظور مو له شمېر که له وخت څخه دئ؟ زه کوښښ کوم چي دې پوښتني ته بل ډول جواب ورکړم. د افغانستان پوځ يعني اردو په يونيم يا دوو وروستيو کلونو کي زيات پرمختگ کړی دئ. موږ اوس هلته له پنځوسو زيات قريب 60000 سرتيري لرو. موږ فرقې جوړي کړي، قل اردوگان مو جوړکړل او کنډ کونه جوړسوي. داسي کنډک چي پوره تعليم او تربيه يې ليدلې او کولای سي پرته د نورو له مرستي څخه په آزاد ډول سره فعاليت وکړي. موږ داسي افغاني کنډ کونه لرو چي د هوا له لاري د خوځښت او تعبيې توان لري.

دا په دې مانا چي ښه پرمختگ موکړی دئ. خو که دوی بيا د افغاني پوليسو سره مقايسه کړو، نو بيا هغوی يوه، يونيم او که رښتيا ووايم دوو دوونيمو کلوته اړتيا لري، چي د پوځ اندازي ته ورسيږي. خو موږ دواړو برخو ته اړه لرو تر څو د خلکو غوښتنو ته جواب وويلی سو. او موږ د افغانستان په گوډ گوډ کي د فعاليت په خاطر افغاني ځواکونو ته اړه لرو. نو تر هغه پوري چي دا دواړه ځواکونه لږ ترلږه په سلوکي 90 توان ته نه وي رسيدلي، تر هغه وخته پوري دوی ته د دندي او اختيار ورسپارلو موضوع مطرح کېدلای نه سي.
پوښتنه: ولي افغاني پوليس داسي وروسته پاته دي؟
جواب: له هم هغه پيل يعني د 2002 کاله څخه د پوليسو تربيه دونه پياوړې پيل نه سوه لکه د افغان پوځ. موږ ډېر لږ شمېر ښوونکي او روزونکي هلته لرل او ډېر وروسته د هغوی د دندي په اهميت پوه سوو. او حتي ممکن هم هغه له اول څخه موږ د پوليسو روزنه غلطه پيل کړې وي. دا نيمگړتيا بيا د تېرکال له پيل نه امريکايانو تلافي کړه او د افغاني پوليسو روزني ته يې6,3 مليارده امريکايي ډالره ځانګړي او ورسره يې 2800 روزونکي هلته وگمارل. که سړی وگوري نو د اورپايي ټولني برخه په دې لاره کي نظر و امريکا ته ډېره لږ ده او زه خوښ يم چي د اروپايي ټولني لخوا ښاغلي شولڅ افغانستان ته ليږل سوی او هلته له امريکايانو سره گډ کارکوي. يوازي په گډ کارسره برياليتوب تر لاسه کولای سو.
پوښتنه: د نوو پوليسو، پوځ او امنيتي ځواکونو په وړاندي د افغانانو عکس العمل څنګه دئ. آيا دوی يو پربل باور سره لري؟

ځواب: د افغان اولس او پوځ ترمينځ باور موجود او لانور هم ښه کيدونکی دئ. البته زموږ په خيال. د دوی محبوبيت د خلکو په مينځ کي مخ پر زياتېدو دئ. دا ځکه چي دوی اختلاس نه کوي، دوی د سيمه ايزه واکمنانو تر تاثير لاندې نه راځي. خو د پوليسو په برخه کي بيا دا لا نسته. دا ځکه: چي اول خو د پوليسو تعليم او تربيه د ونه پرمخ نه ده تللې، او دوهم داچي پر پوليسو باندي قوميت، کورنۍ اړيکي، کليوالتوب او حتي تنخوا نه ورکول اغېزه لري.

پوښتنه: طالبان څونه پياوړي دي،څنګه فعاليت کوي او څومره خطرناکه دي؟

ځواب: لومړی بايد وويل سي چي دا وسلوال په ټول افغانستان کي په مساوي ډول سره شتون نلري، بلکي دوی زياتره له پښتني سيمو څخه فعاليت کوي، لکه له ختيځ څخه نيولې د کندهار، هلمند او هرات تر ولايتونو پوري. يعني د افغانستان په منځنيو برخو کي. دوی په قريب دېرش کسيزو ډلو کي راڅرگنديږي او په نژدې سيمو کي له کلاشنکوفونو سره عمليات تر سره کوي. د دوی او هم د هغو وسلوالو چي د بهر مثلا پاکستان څخه راځي د کنترول او څارني کيلي له سيمه ايزو خلکو سره ده او که نه نو معامله ورسره مشکله ده.