1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کورت بيک په راتلونکي کي د لومړي وزارت دعوا کوي

۱۳۸۶ اسفند ۲۱, سه‌شنبه

په تيرو ورځو او اونيو کي دا اټکلونه کېدل، چي آيا د آلمان د سوسيال دموکراټ گوند SPD مشر کورت بيک، څوک چي دوې اونۍ ناروغه و، و به کولای سي چي د گوند د مشرتابه چوکۍ وساتي.

https://p.dw.com/p/DTts
د 2009 کال په دوبي کي په څلورو ايالتونو کي ټاکني کېدونکي دي، له دوی څخه په درو ايالتونو کي مسيحي دموکراتان حکومت کوي
د 2009 کال په دوبي کي په څلورو ايالتونو کي ټاکني کېدونکي دي، له دوی څخه په درو ايالتونو کي مسيحي دموکراتان حکومت کويانځور: AP

. نوموړی سر له اوسه ډېرو کسانو په 2009 ميلادي کال کي د لومړی وزارت چوکۍ ته د نومول کيدو د جدول څخه ايستلی دئ. اوس کورت بيک په دې کي کوم شک نه دئ پرېښی، چې د مشرتابه دعوی کوي او د گوند په مشورتي غونډه کي هم بل هيڅوک د گوند د مشرانو لخوا نه دی معرفي سوی. ده دا ټينگار وکړی چي په راتلونکي مني يا ژمي کي به وړانديز کوي، چې څوک بايد د 2009 کال په پارلماني ټاکنو کي د انگيلا ميرکل په وړاندي دريږي، خو دا د دې مانا نه لري چي دی به پرته له خپل ځان نه کوم بل څوک په گوته کوي.

مگر کورت بيک په دې لاره کي يوه ستوزه لري چې: د وروستيو ټاکنو راهيسي، په کومو کي چې د ده گوند د ميرکل د مسيحي ټلوالې سره نژدې مساوي و، د ټولپوښتنو د مخه ورځ په ورځ د سوسيال دموکراټ گوند SPD او مسيحي ټلوالي CDU تر منځ دريځ او واټن پراخه کيږي. دا د دې کبله نه چي مسيحي ټلواله بهتره سوي، بلکي له دې کبله چي سوسيال دموکراټان کم واکه سويدي. او په تېره بيا اوس، د کوم وخت راهيسي چي دري اونۍ د مخه بيک د هسن په ايالت کي د چپيانو سره د گډکار دروازه پرانسته. د دې سره تر ټاکنو د مخه ټولي لاس ته راوړني د خاورو سره برابري سوې.

بيک څو څو واري افسوس وکړی، چي د خپل مسير د دې بدلون په برخه کي يې نامناسب عکس العمل ښودلی، خو نه پخپله د کړنلاري يا مسير د بدلون په برخه کي. ده بيا د دې ستراتيژۍ د بدلون دليلونه تر بل هر وخت په ډاگه څرکند کړل: يعني د آلمان په لويديځ کي د چپيانو سره د قدرت شريکولو د تیرو کلونو انکار په دې هدف وو، چي هغوی له ايالتي پارلمانونو څخه محروم پاته سي. دا کار بريالی نه سو او اوس نوې ستراتيژي دا ده، چي کله ناکله د چپيانو د رايو څخه گټه واخيستل سي، تر څو په يوه ايالت کي قدرت ترلاسه کړل سي. او دا ستراتيژي لومړي وزارت ته د بيک د نومولو سره ډيره اړه لري.

د کار پوهانو په وينا که بيک غواړي چي خپل د لاسه ورکړی اعتبار بيرته لاس ته راوړي، نو بايد په ځنيو ايالتونو کي د لومړي وزارت چوکۍ خپل گوند ته وگټي. له همدې کبله يې د هسن په ايالت کي د چپيانو سره گډکار ته غاړه ايښې، چي اوس د ناکامۍ سره مخامخ دئ.

د سپتمبر په مياشت کي به هم د باير په ايالت کي محافظه کار مسيحي گوند CSU خپل دوه پر درې اکثريت بايلي، خو د قدرت د بدلون کوم امکان نسته.

د 2009 کال په دوبي کي په څلورو ايالتونو کي ټاکني کېدونکي دي، له دوی څخه په درو ايالتونو کي مسيحي دموکراتان حکومت کوي. او په درو سرو ايالتونو کي د قدرت د بدلون امکان سته- که چيري سوسيال ډيموکراټان د چپيانو سره ملگري سي: په زاکسين، تورينگن او زارلنډ کي.

نو که هلته بريالی سي بيا د لومړي وزارت چوکۍ ورته د امکان څخه ليري نه بريښي لکه اوس.