1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوردان د داعش پر ضد جگړه کې یوځای شوي

مسعود جهش (Reuters, AP, dpa, AFP, kna)۱۳۹۳ مرداد ۱۶, پنجشنبه

د عراق په شمال کې کوردي ځواکونه وایي چې اوس له هغوی سره ترکي او سوریایي کوردي بیلتون غوښتونکي هم یوځای شوي دي چې په موصل کې له یاغیانو سره جگړه وکړي.

https://p.dw.com/p/1CqoW
انځور: Reuters

د عراق د کوردستان د وطنپالو ټولنې یا (PUK) چې وسله وال ځواکونه یې د سوریې د شمالي سیمې له جنگیالو او له ترکي کوردانو سره یوځای په موصل کې له یاغیانو سره غږیږي. دغه سیمې تر دې مخکې د «عراق او شام اسلامي حکومت» یا داعش جنگیالیو تیره اوونۍ تر خپل کنترول لاندي راوستې وه.

په عین حال کې د عراق حکومت ویلي دي چې په موصل کې یې په یوه زندان کې پر یوې محکمې باندي بمبار کړی دی چې پکښې د سختو شرعي احکامو له مخې حکومونه صادریدل. عراقي ځواکونو ادعا کړې ده چې په دې پېښه کې ۶۰ جنگیالان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې سیمه ییز اوسیدونکي وایي چې په پېښه کې ۳۰ کسان وژل شوي دي چې نیمایي ملکي وگړي وو.

کوردي جنگیالان د داعش پرضد جنگیږي

د عراق د کوردستان د وطنپالو ټولني یوه لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې کوردي متحد ځواکونه به د موصل په سویل کې په سنجار سیمه کې د داعش د جنگیالانو پر ضد جگړه وکړي. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې پخپله د عراق د کوردستان د وطنپالو ټولنه به د موصل ښار په شمالي او ختیځ سیمو د داعش پرضد جگړه پر مخ یوسي.

تیره اوونۍ په زرونو ملکي وگړي چې ډیری یې په یزدي لږکیو پوري اړه لري، له سنجاز سیمي څخه د داعش ډلي د بریدونو له ویري تیښتي ته اړه شول.

د دغو کسانو خپلوانو چې اوس یې ورته پناه ورکړې ده ویلي دي چې تیښتیدلي یزیدیان، عسویان او مسلمانان اوس هیڅ د خوړلو له پاره څه نه لري. د عراق د کوردستان د وطنپالو ټولني یوه بل چارواکي حریم کمال اغا، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې اوس کوردي جنگیالي هڅه کوي چې د بیځایه شویو کسانو له پاره د تیښتي یوه لاره پرانیزي. هغه وویل: «دا کار اسانه نه دی او څو ورځي به ونیسي.»

د کوردي ځواکونو مشر جبار یاور، ویلي دي چې کوردان به د داعش پر ضد د موصل په ختیځ کې جگړه وگړي. دا په داسې حال کې ده چې اوس داعش ډله تر بل هر وخت ډیر د کوردانو سیمو ته نزدې شوې ده.

له بلي خوا په عراق کې د کاتولیکې کلیسا یوه چارواکي د داعش ډلي پر مالي ملاتړو باندي غږ کړی دی چې خپل دغه کار ته د پای ټکی کیږدي. دغه چارواکي ټینگار کړی دی چې له لږکۍ سره یوه کورنۍ ده. د داعش د ډلي په بریدونو کې تر اوسه پوري ډیر شمیر لږکي وژل شوي دي. دغه چارواکي ویلي دي: «عسویان منزوي دي، ویریږي او په دې پوهیږي چې په دې وضعیت کې هر څه پیښیدای شي.»

په عین حال کې د سه شنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د داعش جنگیالانو ته گواښ وکړ چې په عراق کې به د لږکیو پر وړاندي د خپلو جرمونو جواب ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب