1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوردۍ انجوني د «اسلامي دولت» پر ضد جنګيږي

احمدولي اڅکزی / زوفي کوزينس۱۳۹۳ مهر ۱۳, یکشنبه

د کوردي ملېشو پيشمرګي په ليکو کي ښځي هم د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد جنګيږي. د وخت په تېرېدو سره د دغو وسله والو ښځو شمېر مخ پر زياتېدو دی.

https://p.dw.com/p/1DQ4s
انځور: DW/S. Cousins

آسيه يوه ۱۹کلنه کوردۍ پېغله ده. هغه د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد په جګړه کي برخه اخلي. آسيه پوځي يونيفورم اغوستی او اوږې ته يې کلاشينکوف اچولی دی. هغې ژړي او زرغوني جرابي اغوستي دي چي د محاذ د مځکي په خړواله کي ډيري تيزي او رنګه معلوميږي.

آسيه د «ولسي دفاع» په نوم نظامي واحد د ښځينه څانګي غړې ده. په ياده کوردي ملېشه کي په ټوليزه توګه د ۴۰۰۰۰ او ۵۰۰۰۰ تر منځ کوردي وسله وال منظم سوي دي. د دغې مليشې مقصد د «اسلامي دولت» ډلي څخه د کوردي ميشتو سيمو دفاع کول دي.

« د خاوري د ساتني له پاره»

دويچه وېله د عراق پولې ته نژدې د سوريې په رابيه نومي سيمه کي د آسيه سره وليدل. هغه وايي چي د درو دلايلو پر اساس د مليشې د ښځينه ښاخ سره يوځای سوې ده: «لومړی خو د هغو کسانو له پاره چي زموږ د خاوري د ساتنې له پاره يې خپل ژوندونونه قرباني کړي دي. دويم په خپل قوم کي د وطن دوستۍ د سندرو او په ولس کي د ملي احساس له کبله. دريم په دې دليل چي زموږ ټول ولس اوس د مسلح کېدو په لاره دی. زما شاوخوا ټول جنګيالي دي.»

په الحسکه ولايت کي د پيشمرګي يوه دوه پوړيزه نظامي ودانۍ ده. په دغه قرارګاه کي نارينه او ښځينه جنګيالي اوسيږي، ډوډۍ خوري او بيديږي. دوی له دغه ځايه محاذ ته ځي چي د دغې قرارګاه څخه دوه کلومتره ليري دی.

آسيه له پيشمرګي مليشې سره د خپلي همکارۍ په هکله وايي: «زموږ دلته ډېر ساعت تېر دی. موږ انجوني د شپې تر ناوخته پوري ويښي يو او يو د بل سره مجلسونه کوؤ. دغه ټولي انجوني و محاذ ته ورځي.»

Peschmerga Kämpferinnen aus dem Nordirak
انځور: Reuters/Ahmed Jadallah

پيغله انجلۍ آسيه وايي چي دوی نه مرمۍ ضد واسکټونه لري او نه هم مرمۍ ضد خولۍ. د هغې په وينا د مليشې نارينه او ښځينه دواړه ګروپونه د ويري په نوم شی نه پېژني. هغه زياتوي: «موږ بيره نه لرو، که زخمي سو او يا که حتی شهيداني سو، ولي چي موږ د خپلي خاوري او خپل رهبر له پاره ځان قرباني کوو. زموږ مرام مشترک دی.»

«محاذ تر کور بهتر دی»

آسيه چي په کومه مليشه کي غړيتوب لري، هغه د PKK په نوم د کوردستان د کارګر ګوند يوه وسله واله څانګه ده. اروپايي اتحاديه او په همدې شان د امريکا متحد ايالات دغه ګوند ته د يو ترهګر سازمان په سترګه ګوري. هغه په دې وجه چي دغه سازمانت له لسيزو راهيسي د ناټو د غړي هيواد ترکيې پر ضد په جګړه بوخت دی.

له هغه سره سره چي د آسيې وسله واله ډله د نړيوالو څخه په کافي اندازه مرسته په لاس نه راوړي، په هکله يې فکر کيږي چي د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد مبارزه يې اغېزناکه ده. په ټوليزه توګه د «ولسي دفاع» په نوم دغي ملېشې ۳۵ سلنه ښځينه وسله والې دي.

Weibliche Peschmerga
انځور: DW/S. Cousins

خو د دې څخه تر مخه چي جنګيالۍ د دغي ډلي غړيتوب تر لاسه کړي، هغوی ته ۴ اوونۍ پوځي روزنه ورکول کيږي. په دغه روزنه کي هغوی ته د سپکو او درنو وسلو د استعمال تمرين ورکول کيږي. خو دغو ښځو ته د دوی د ګوند د تاريخ او آيډيالوژۍ په هکله فکري روزنه هم ورکوله کيږي.

آسيه وايي چي پر محاذ يې د ډزو نخښه د «اسلامي دولت» جنګيالي دي. دغه انجلۍ وايي چي تر دې چي په کور کي ناسته وای، په دې خوشاله ده چي د خپلي خاوري د دفاع له پاره د خپلو خوېندو او ورونو تر څنګ په محاذ کي ولاړه ده.