1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کورنی تاوتریخوالی، خو دا وار د آلماني نارینه و پر وړاندې

۱۳۹۶ فروردین ۳۰, چهارشنبه

د کور په چاردیوالۍ کې تاو تریخوالی یوه لویه معضله ده چې ډیر وخت یې قربانیان ښځې وي، خو داسې هم باید ونه انګیرل شي چې نارینه له دې ډول زورزیاتي څخه په امان کې دي. په آلمان کې یو شمیر سړي د خپلو ښځو د زور زیاتي قربیان دي.

https://p.dw.com/p/2bU9z
Symbolbild Gewalt gegen Männer
انځور: picture-alliance/dpa/J.-P. Strobel

آلمانۍ مجلې «شپیګل» په خپل یو رپوټ کې د څو نارينه و ژوند انځور کړی دی. دغو سړو خپله کیسه کړې ده چې څرنګه د خپلو ښځو له خوا د زور زیاتي ښکار شوي دي.

د مایک په نوم یو تن له دوی څخه ویلي دي چې ښځي یې ۷ کاله په جسمي او روحي توګه زورولی دی، آن تر دې پورې چې دغه شخص خپل کار هم له لاسه ورکړی.

د آلمان د جنایې پيښو ادارې ارقام ښيي چې ۸۱،۸ سلنه د هغو کسانو چې د کورني تاوتریخوالي یا تیري سره مخامخ کیږي ښځي تشکیلوي. خو د همدې رپوټ په یوه بله څنډه هغه موضوع چې د کورني تاوتریخوالي په برخه کې ډیر لږ وخت ترېنه یادونه کیږي هم ذکر شوې دی، چې په وروستیو کلونو کې د ژوند د ملګرۍ له خوا د نارینه و د فشار او زور زیاتي لاندې نیول دي.

د آلمان په ختیځ زاکسن ایالت کې په تیرو اتو کلونو کې د هغو مړونو شمیر دوه برابره زیات شوی دی چې په دې اړه د مشورې ترلاسه کولو له پاره یې مراجعه کړی ده.

د تورینګن ایالت په «ګرا» ښار کې د دغو سړو د ساتنې او ملاتړ له پاره یو کور جوړ شوی دی. همدارنګه د شلیز ویګ هولشټاین په څیر ایالتونو کې له هغو سړو سره د مرستې له پاره پروژې په لاره اچول شوي دي چې د خپلو ښځو د تاوتریخوالي او قهر قربانیان شوي دي.

د دغو سړو له پاره د کیيل، فلستبورګ او المسهورن په څیر نورو سیمو کې هم د مشوره ورکونې مرکزونه جوړ شوي دي.

هغه څه چې د ډير پخوا یې په اړه خبرې نه کیږي

په کييل ښار کې د ټولنیزو چارو وزارت کارکونکی انته لانګنر، وایې چې ستونزه دلته ده چې د نارینه و پر وړاندې د کورني زوریاتي په هکله خبرې کول په ټولنه کې یو تابو (هغه څه چې څوک یې په اړه خبرې نه کوي) ده او دغه ستونزه چندان جدي نه نیول کیږي.

د زاکسن ایالت جنایې ادارې د ۴۰۰۰ ښځو او ۱۷۰۰ سړو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي رپوټ ورکړی دی. د دوی له جملې څخه د ۳۵ تنه نارينه و سر خو حتی تر روغتونه پورې رسیدلی دی. دوه تنه د تل له پاره په جسمي توګه زیانمن شوي او دری ته نورو سړو د خپلو ټپونو له امله له نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه کړې.

شپيګل د مایک په حواله لیکلي دي: «پيسې زموږ په اړیکو کې یوه ټاکونکې موضوع ګرځیدلې وه. میرمنې مې غوښتل چې زموږ کور په ډیرو لوړو مصارفو ورغوي او د ډیرې لوړې بیې موبل یا میز او چوکي وپيري. زه د دې کار مخالف وم، خو هغه هیڅ کله له خپلې خبرې نه تیریدله.»

مایک وایې چې ښځې به یې چیغې وهلې، پوچې ښکنځلې به یې کولې او هر څه به چې په لاس ورتلل، که هغه ګلدان وو، که تلیفون یا هم هرکاره، پر ده به یې غورځاوه. 

په اوایلو کې به مایک په فریاد سره د خپلې ښځې ځواب ورکاوه، خو په کراره کراره په یو خاموشه انسان بدل شو. د کار په ځای کې همکاران یې په دې نه پوهیدل چې د ده پر بدن دغه شنه شنه داغونه له کوم ځایه راغلي دي. هغه تل ویره درلوده چې خلک پرې ونه خاندي.

د مایک او میرمنې میاشتنې عاید شاوخوا ۱۱ زره ایرو ته رسیده، خو دا هر څه د هغه د میرمنې د خواهشاتو په مقابل کې کم ول. هغه څو واره پریکړه کړې چې خپل ځان ووژني.

د آلمان د جنایې پيښو اداره ټینګار کوي چې د کلونو راهیسې د سړو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي په اړه هیڅ ډول څیړنه نه ده شوي.

شپيګل لیکلي دي چې ترسره شویو نظر سنجیو ښودلې ده چې د دې احتمال موجود دی چې لکه د ښځو په څیر نارینه هم له دې ستونزې سره مخامخ شي او لږ تر لږه یو وار د خپل ژوند د ملګرې له خوا د حملې هدف وګرځي.

د یوې نړیوالې روغتیایې څیړنې چې په ۲۰۱۴ م کال کې په ۶ اروپایې هیوادونو کې ترسره شوې پایلې ښئ چې ۳،۵ سلنه ښځو ویلي دي چې یو کال مخکې د زور زیاتي قرباني شوي دي. برعکس دغه شمیر بیا د سړو په برخه کې ۴،۱ سلنه وو.

خو پولیس اراده نه لري چې د دغو ارقامو په پام کې نیولو سره عمل وکړي، ځکه چې په نړیواله کچه ښځې د تاوتریخوالي او زور زیاتي لومړنۍ قربانیانې دي. هغه زور زیاتۍ چې په کراتو تر دې شدید او ځینې وختونه حتی د دوی د مړينې سبب کیږي.

له ارشیف څخه: