1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوفي عنان: بشارالاسد ته مي پاخه وړانديزونه کړي دي

۱۳۹۰ اسفند ۲۲, دوشنبه

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي کوفي عنان او بشارالاسد تر منځ دوهمي لیدني وروسته د سولي په خبرو کي د لږ پرمختگ خبره شوې ده.

https://p.dw.com/p/14JVW
انځور: picture-alliance/dpa

د یکشنبې په ورځ په دمشق کې د بشارالاسد سره تر لیدنې وروسته کوفي عنان خبریالانو ته پر دې خبره باندي اعتراف کړی دئ چې په سوریه کې د تاوتریخوالي پیښو ته د پای ټکی ایښوول به اسانه کار نه وي:

«دا به یو سخت او مشکل کار وي خو موږ باید هیله مند و اوسو.»

کوفي عنان په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې هغه، ولسمشر اسد ته د کړکېچ د هوارولو له پاره « پاخه وړاندیزونه» کړي دي.

د هغه په وینا د بشارالاسد سره د خبرو اصلي موضوع ژر تر ژره تاوتریخوالي او وژنو ته د پای ټکی ایښودل، د بشري مرستو مؤسسو ته لار پرانیستل او د یو سیاسي ډیالوگ پیلول وه.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې ولسمشر بشارالاسد بايد اوس یا وروسته ديموکراتیک ریفورمونه پلي کړي.

خو داسي ويل کيږي چي تر دوهمي غونډي وروسته د بشارالاسد له لوري کوم غبرگون نه دئ څرگند شوئ. د شنبې په ورځ تر لومړۍ غونډي وروسته د سوریې دولتي آژانس ویلي ول چې دغه لیده کاته په ښه فضا کې تر سره شول.

د آژانس په وینا بشارالاسد د سولي په برخه کې دهر«صادقانه» عمل هر کلی کړی وو، خو په خپلو خبرو کې ئې دا هم ویلي ول چې ترهغو پوري به ددغو خونړيو پیښو درول نا شوني وي چې په هیواد کې ترهگري ډلي فعاله وي.

عنان قطر ته تر سفر کولو مخکي د یکشنبې په ورځ په سوریه کې له مذهبي مشرانو سره هم لیده کاته کړي دي.

خو په سوریه کې د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي له موجودیت سره سره د بشري حقونو فعالانو د تاوتریخوالي رپوټونه ورکړي دي.

د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخي له یوه کال راهیسي د سوریې دولت پر ضد په لاریونونو کي تر اوسه پوري شاوخوا ۷۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

خو دولت بیا وایي چې د یاغیانو په لاس د یوه کال په موده کې ۲۰۰۰ سرتیري وژل شوي دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل