1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوفي عنان په رسمي توگه نن خپله دنده پریږدي

۱۳۹۱ شهریور ۱۰, جمعه
https://p.dw.com/p/161Lq

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عربي لیگ پخوانی ځانگړی استازی کوفي عنان په رسمي توگه نن له خپلې دندې څخه استعفا کوي. د ملگرو ملتونو دغه پخواني عمومي منشي د روانې میاشتې په سر کې په سوریې کې روان کړکیچ په اړه د سولې د پلان له ناکامیدو وروسته خپله استعفا اعلان کړې وه. هغه د خپل سولې د پلان په ناکامې کې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری، نه ملاتړ هم یو دلیل بللی دئ.

د امنیت په شوری کې ټول غړي د سوریې په اړه یوه خوله نه دي چین او روسیه د سوریې د ملاتړو څخه دي او دامریکا متحده ایالات، بریتانیا، فرانسه او انگلستان په بل اړخ کې قرار لري. د عنان پر ځای لخدار براهیمي د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي په توگه ټاکل شوی دئ.