1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوفي عنان په سوریه کې د اوربند غوښتنه وکړه

۱۳۹۱ فروردین ۱۲, شنبه

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عرب لیگ استازي کوفي عنان، له بشارالاسد څخه غوښتي دي چې سمدستي د اوربند پلان عملي کړی. تر دې مخکې اسد د عنان د سولې پلان چې پکښې اوربند هم شامل وو منلی وو.

https://p.dw.com/p/14Vkq
انځور: Reuters

که څه هم د سوریې ولسمشر بشارالاسد، د کوفي عنان د سولې پلان منلی دﺉ خو بیا هم د سوریې په ځینو سیمو کې د تاو تریخوالي پېښې رامنځ ته کیږي. د جمعې په ورځ د سوریې په بیلا بیلو ښارونو کې مظاهرې وشوې. په مظاهرو کې د گډون والو په وینا دا لاریونونه د اسد د رژیم د ځواکونو له لوري د خلکو د ځپلو پر وړاندې د عربي هیوادونو له خوا د کوم گام د نه پورته کولو پر وړاندې تر سره شوي دي.

د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخې په سوریې کې د تاوتریخوالې له پیل راهیسي تر اوسه پورې شاوخوا ۹۰۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.

د کوفي عنان له لوري د اوربند غوښتنه په داسې وخت کې کیږي چې د جمعې په ورځ د حمص په ښار د سختو بمباریو رپوټونه ورکړل شوي ول. د عنان ویاند ویلي دي: «موږ له اسد څخه دا هیله لرو چې دا پلان ژر تر ژره نافذ کړي.»

د فرانسې خبري آژانس د ملګرو ملتونو د یوه چارواکي په حواله لیکي دي چې که سوريه د احتجاج کوونکو په وړاندې تاوتريخوالي ته د پای ټکی هم کښيږدي او په سوريه کې نړیوال ځواک هم ومني، بيا به هم په دغه هیواد کې له ۲۵۰ څخه زياتو څارونکو ته اړتيا وي.

د عنان ویاند په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «زه تاسو ته نه شم ویلی چې که چیرې هغوی تاوتریخوالي و نه دروي نو راتلونکی گام به څه وي.»

د هغه په وینا په پام کې ده چې عنان د ملگرو ملتونو د امنیت شوری ته د دوشنبې په ورځ خپل راپور وړاندې کړي.

له بل پلوه د سوریې دولتي خبري آژانس خبر ورکړی دئ چې بشارالاسد کوفی عنان ته ویلي دي چې سوریه د هغه له خوا وړاندې شوی پلان مني خو په اړه ئې ځینې ملاحظې هم لري.

نوموړي دولتي آژانس د سوریې د ولسمشر په حواله لیکلي دي چې دا پلان به هغه وخت د پلې کیدو وړ وي چې د بهرنیانو په لاس تر سره کیدونکي تروریستي عملونه ودرول شي.

په بریتانیا کې د بشري حقونو یوې ټولنې ویلي دي چې د جمعې د ورځې د تاو تریخوالي په پېښو کې لږ تر لږه ۳۹ تنه وژل شوي دي چې د هغوی له جملې څخه ۳۲ تنه ئې ولسي وگړي دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش