1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کولر: ترور د بې وزلۍ څخه سرچينه اخلي

۱۳۸۵ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

په پراگواي کې د آلمان ولسمشر هورست کولر د هېواد پر لويو شرکتونو او شتمنو باندې غږ کړی دی چې د ټولنيز عدالت په راوستلو کې دوی لوی مسووليت لري. په پلازمېنې اسونسيون کې کولر وويل چې غريبي او بې وزلي د ترور اصلي سرچينه ده.

https://p.dw.com/p/DKJe
د آلمان او پراگواي ولسمشران نيکاندور دوارته فروتوس (ښي لاس) او هورست کولر (کيڼ لاس)
د آلمان او پراگواي ولسمشران نيکاندور دوارته فروتوس (ښي لاس) او هورست کولر (کيڼ لاس)انځور: AP
تر څو چې د تروريزم په وړاندې مبارزه وشي بايد د سوداگرۍ په برخه کې له عدل، نياو او انصاف څخه کار واخېستل شی او داسې نړيوال مقررات بويه رامنځ ته شي چې په تېره بيا د اداري فساد او اختلاس مخنيوی وکړي. کولر تر چار شنبې پورې په پراگواي کې پاتيږي. ورپسې دی برازيل او کولمبيا ته هم سفر کوي.