1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کومکونه بايد د اردو سره په نژدې ګډکار پوري وتړل سي

۱۳۸۸ دی ۸, سه‌شنبه

الماني مرستندويه ټولنو ددغه هيواد دپرمختيايي چارو دوزيرديرک نيبل پردې څرګندونه باندي نيوکه کړيده چي وايي، په افغانستان کي مرستندويه ټولنوته مرستي بايد دالمان له اردو سره نژدې ګډکارته ددوی په چمتو والي پوري وتړل شي

https://p.dw.com/p/LGCO
Cap Anamur د مرستندويه ټولني بنسټ ايښودونکی رو پېرت نوی ډيک
د Cap Anamur د مرستندويه ټولني بنسټ ايښودونکی رو پېرت نوی ډيکانځور: dpa

دالمان دلوږي دمبارزې دمرستندويه ټولني مشر ولفګنګ يا من په برلين کي د خپريدونکي ورځپاڼي برلينرڅايټونګ دسه شنبې دورځي په ګڼه کي ويلي دي ، چه پرمختيايي ګډکار هغه وخت ښه بريالی وي چي له پوځي ګمارنو څخه بيل تر سره شي .

نيبل ويلي وه چي وروسته تر دې به دالمان پرمختيايي مرستي زيادتره پر هغو ځايونوباندي متمرکزي شي ،چيري چي مونږ پوځي مسؤليت هم پر غاړه لرو . ده په عين وخت کي له پرمختيايي مرسته کونکو څخه په راتلونکي کي د جرمني له اردو سره دزيادتره ګډکار غوښتنه هم وکړه .

دCap Anamur دمرستندويه ټولني بنسټ ايښودونکی نوی ډيک دنيبل په څرګندونوکي دتراوسه لهجې دشديديدو نخښه ويني . نوی ډيک زياتوي ،داصولو له مخي نيبل چي دا تقاضايې کړيده دالمان دحکومت په کرښه روان دي . حکومت هم په افغانستان کي پوځي فعاليت د ملکي بيا رغوني له مرستوسره تړلي دی .نوی ډيک ويلي دي چي تراوسه مګر هيڅ چاددې زغرده نوه کړې چي پدي برخه کي ګواښونه وکړي .

پدې تيرو شوو کلونوکي دبيارغوني او پوځي فعاليتونوترمنځ توپير ورو ورو له منځه وړل شويدی . نوی ډيک ويلي دي چي دده په نظر داتمايل ډير مهلک دي اودژنيو له موافقت ليک سره سمون نلري .حکومت يوازي دا غواړي چي دافغانستان په برخه کي خپل سياست چي نورنه پوهيږي چي څه پکښي وکړي، ښکلی ښکاره کړي .

پدې منځ کي دسوسيال ديموکرات ګوندبيا هم له حکومت څخه وغوښتل چي دافغانستان په هکله دلندن دجنورۍ له غونډي څخه دمخه په افغانستان کي دخپلي راتلونکي تګ لاري په هکله ځيني وړاندييزونه وکړي . دسوسيال ديموکرات دګوند د دفاعي چارو کارپوه راينرارنولد دسه شنبۍ په ورځ دالمان دتلويزيون ددوهم پروګرام په سهارنۍ مجله کي ويلي دي چي جرمني هم ددې غونډي دجوړيدو لپاره کوښښونه وکړل ،نوددې لپاره مونږديته ډيره زياته علاقه لرو چي پدې غونډه کي دافغانستان دملکي بيارغوني دتګلاري په هکله هم خبري وسي . آرنولد ويلي دي چي دبهرنيو چارو دوزير ګيدو وسترويله دا ګواښ چي که دلندن دجنوری د28نيټې په غونډه کي يوازي دنور پوځ پر استولوباندي خبري وشي ،دی به په غونډه کي برخه وانخلي ، غيرجدي بللي دي . وسترويلي دشترن په نامه مجلې ته ويلي دي چي يو پراخ سياسي فعاليت، اويوه ټوليزه ستراتيژي مهمه ده .

دسوسيال ديموکرات دګوند نوموړي کارپوه ويلي دي چي دهيوادونو دټولني له پيوستونه څخه به دځان راويستل ښه کارنوي . ده په عين وخت کي داخبره هم کړيده چي دلندن په کنفرانس کي بايد اصلي موضوع دانوي چي څومره نور پوځ افغانستان ته واستول شي .

دزرغون دګوند دامنيتي چارو کارپوه اميد نوري پور هم دبهرنيو چارو پر وزير وسترويله باندي دده ددې ګواښ له امله چي دلندن دافغانستان په غونډه کي به که يوازي دپوځ موضوع وي برخه وانخلي، سخت انتقادکړيدی .

دالمان په پارلمان کي دزرغون دګوند دامنيتي چارو دغه وياند مخ په وړاندي ويلي دي چي دابيخي بې معنی خبره ده چي پر خپله جوړي کړي غونډي باندي دبنديز دلګولوګواښ وسي . نوري پور زياته کړيده چي کله چي دالمان اتحادي جمهوريت يوه غونډه جوړوي، پر دې باندي هم اغيزه لرلی شي چي په کنفرانس کي پر څشي باندي خبري وشي .

Ag EPD/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري