1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کونړ: د ناټو په هوایي برید کې ۱۲ تنه یاغیان وژل شوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۴, شنبه
https://p.dw.com/p/15wcD

ناټو او افغان چارواکو خبر ورکړی دئ چې د افغانستان په ختیځ کې د دوه هوایي بریدونو په ترڅ کې په لسگونو یاغیان وژل شوي دي، چې پکښې د طالبانو جگپوړي چارواکي هم شامل دي. د ناټو ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په کونړ ولایت کې د دوو جلا جلا بریدونو په ترڅ ۱۲ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ ولایت د شیگل ولسوالۍ د پولیسو مشر ویلي دي چې په برید کې وژل شوي وسله وال د گاونډي هیواد پاکستان پورې اړه لري. دغه پیښه په شیگل ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د ځایي پولیسو د مشر سید رحمان په وینا په وژل شوو کسانو کې د باجوړ ایجنسۍ د طالبانو یو جگپوړی قوماندان داد الله هم شامل دئ.