1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوټه: د پولیسو یو لوړپوړی چارواکی وژل شوی دئ

۱۳۹۱ شهریور ۱۷, جمعه
https://p.dw.com/p/164pZ

په کوټه کې نن نامعلومه وسله والو کسانو د پولیسو یو لوړپوړی چارواکی چې په دغه ایالت کې د مذهبي وژنو پر څیړنو بوخت وو وژلی دئ. د کوټې د پولیسو په وینا دغه پیښه د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې رامنځ ته شوې ده. زیاته شوې ده چې برید کوونکو پر جمال کاکړ، هغه وخت ډزې وکړې کله چې هغه له خپل کور څخه په دولتي موټر کې د دفتر پر لور روان وو.

د پولیسو په وینا په دغه برید کې د هغه یو تن ساتونکی هم ټپي شوی دئ. د کوټې د پولیسو یو تن لوړ پوړي چارواکي سلیم لاهري، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې جمیل کاکړ د ډزو په پایله کې ځای په ځای ساه ورکړې ده او دوی د نوموړي برید د لامل د څیړونو په اړه بوخت دي. د هغه په وینا برید کوونکي چې پر موټر سایکل سپاره وو په تیښته بریالی شوي دي او پولیسو د هغوی د نیولو له پاره لټون پیل کړی دئ. لا تر اوسه پورې د دغه برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.