1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوټه: چاودنې ۱۲ تنه ملکي وگړي ټپیان کړي دي

۱۳۹۱ مرداد ۲۴, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15pCu

د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا تیره شپه ناوخته په یوه رستورانت کې د بمي چاودنې په ترڅ کې دولس تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي. دغه کسان د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو له پاره راټول شوي وو. زیاته شوې ده چې دغه بم د یوه کټ لاندې پټ کړل شوی وو.

د پولیسو په وینا دغه ساعتي بم د رستورانت څخه د باندې ځای پر ځای شوی وو. د ځایي پولیسو مشر زبیر محمد ویلي دي چې په دغه پیښه کې دولس تنه ټپیان شوي دي چې پکښې د یوه تن روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دئ. هغه د دغه برید پړه پر وسله والو اچولې ده. د نوموړي برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان نن د خپلواکۍ ۶۶مه کلیزه لمانځي. په پام کې ده چې د خپلواکۍ د ورځې په مناسب به د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې یو لړ ځانگړي مراسم تر سره شي.