1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوچنی اختر په کندهار کي

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۲ مرداد ۱۷, پنجشنبه

پوره يو کال تېر سو، نيکمرغه کوچنى اختر بيا د نړۍ د نورو مسلمانانو ترڅنګ د افغانانو مېلمه دى. د کوچني اختر ورځي په ټوله اسلامي نړۍ کي مسلمانان په مذهبي او کلتوري ولولو سره لمانځي.

https://p.dw.com/p/19LqE
Die Bilder sind im August 2013 von DW Mitarbeiter Mohmmad Ibarhim Spezalai in Kandahar gemacht worden.
Galerie - Eid Mubarak in Afghanistanانځور: DW/I. Spezalai

کندهاريان، چي د تاريخ په اوږدو کي د مېلواو ساعتيري لېوال پاته سوي دي، د اختر ورځو ته ډېر خوشحال دي. د کندهار ښاريان وايي، د اختر د نيکمرغه وروځو له پاره يې وار ترمخه لا، له ملګرو سره په ګډه چمتووالى نيولى اوغواړي، دغه ورځي په کندهارښار او شاوخوا ولسواليو کي په خندا او خوښۍ تېري کړي.

«موږ په دې اختر کي ډېر خوښ يو او ځيني ملګري همدلته په ښار کي پاتيږي، خو زه په خپله د خاکريز ولسوالۍ ته ځم، چي هلته د شاه اغا پر زيارت په جوړو مېلو کي ګډون وکړم.»

ماشومان هم په دې ورځو کې په خپلو نويو جامو، نکريزو او څپليو وياړ کوي. په کندهار کي کوچنۍ نجوني او هلکان له خپلو همزولو سره په ګډه د ګاونډيانو کورونو ته د اختر مبارکۍ ته ورځي. د مشرانو لاسونه مچوي او مشران بيا د اختر په مبارکۍ کي دوی ته د خواږه توکي او نوي پيسې ورکوي. د اختر په ورځو کي کوچنيان ډله ډله ګرځي او دا ورځي يې نوري هم ښايسته کړي وي. له دو کوچنيانو څخه يوې يې دويچه ويله ته وويل:

«زما نوم ګلالۍ ده، زه نن ډېره خوشحاله يمه، ما نوي کالي کړي دي، لاسونه او پښې مي سره دي، له خپلو شريکانو سره يو ځاى د همسايګانو د اخترمبارکۍ ته ورځم. موږ د اختر په ورځو کې ډېرې خوشحالي يو، خداى دي چاودني نه کوي.»

د ولسي خلګو د مېلو ترڅنګ سږکال د کندهار د اطلاعاتو کلتور رياست هم په ښار او ځينو ولسواليو کي د ميلو، ولسي موسيقۍ او دوديزو لوبو چمتووالى نيولى دى. د همدغه رياست مسئول دواخان مينه پال له کندهاريانو څخه هيله کوي، چي له دوى سره په دوديزو مېلو کي پراخ ګډون وکړي.

«زموږ رياست د کندهارښاروالۍ سره په ګډه په ښار او ولسواليو کي د ټنګ ټکور، دوديزو مېلو او يو شمېر نورو کلتوري پروګرامونو پلان جوړ کړى دی، له خلګو څخه هيله کوو، چي له موږ سره په خپله ونډه اخيستلو سره دا پروګرامونه نور هم ښکلي کړي.»

د کندهار امنيتي چارواکي بيا وايي، د اختر د نيکمرغه ورځو له پاره يې د ټولو امنيتي څانګو سره ګډ پلان جوړ کړى دى. د کندهار د امنيت امرسمونوال رحمت الله اطرافي وايي، د اختر په دې ورځو کې د دوى منسوبين د خلګو په چوپړ کي او له خلګو څخه هم غواړي، چي د لاښه امنيت په راوستلو کي ورسره خپله همکاري ونه سپموي:

«زموږ بيدار پوليس د نورو امنيتي څانګو سره په ګډه د ښار او ولسواليو په هر کونج او څلور لارو کي د هيوادوالو په خدمت کي دي،خو خلګو ته هم په کار ده، چي د شکمن کس، شکمنو توکو او ورته نورو ناپېژنده شيانو په ليدلو سره سمدلاسه نژدې امنيتي څانګو ته خبر ورکړي او په دې ډول د ډېرو هيوادوالو ژوند وژغوري.»

د اختر سهار
د اختر سهارانځور: Romeo Gacad/AFP/Getty Images

په کندهار کي د اختر په وياړ دننه په ښار کي او تر ښار د باندې په ډنډ، خاکريز ، شاه وليکوټ، ارغنداب، سپين بولدک او ځيني نورو ولسواليو کي د موسيقۍ، اتڼ او کليوالي لوبو دوديزي مېلې جوړيږي.

په دغسې مېلو کې ان د سويلي پښتونخوا د چمن، کوټي کچلاک، پښين او نورو پښتني سيمو مېله وال هم ګډون کوي.