1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوچيان: د وچکالۍ او ناروغيو له امله مو ډېر مالونه له لاسه ورکړل

۱۳۸۹ مرداد ۲۲, جمعه

کوچيان وايي چې د هيواد د نورو سيمو په څېر له عامو خلکو سره په په مېنو او څړځايونو هيڅ ډول مشکل نه لري.خو د دوی په خبره چې وخت په وخت د بهرانيو ځواکونو لخوا ځورول کيږي

https://p.dw.com/p/OmuY
ماشوم کوچيانانځور: DW

په پکتيکا ولايت کې د کوچيانو دځانګړي ادارې مشر اخترمحمد وايي چې دا وخت ددې ولايت په بېلابېلو برخو شاوخوا سل زره کوچيان مېشت دي. په پکتيکا ولايت کې کوچيان شکايت کوي چې د اوږدې وچکالۍ او ناروغيو له امله يې يو زيات شمېر مالونه وژلي شوي او ځينې نور يې دا وخت دمرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

دوی وايي چي بيړنيو مرستو ته اړتيا لري خو تراوسه يې چا هيڅ پوښتنه نه ده کړې. په پکتيکا کې دکوچيانو ځايي اداره دکوچيانو ستونزې مني خو وايي چې دمرستې لپاره په لاس کې هيڅ نه لري. دهيواد د نورو سيمو په څېر دپکتيکا هوارې دښتې هم دکوچيانو په کيږديو د دوۍ د مېږو په رمو او اوښانو ښکلي وي خو اوس دغه د ښتې دکوچيانو دکموالي له امله سپيرې ښکاري.دغه کوچيان وايي چې د وچکالۍ او دمالونو دناروغۍ له امله اړ شوي چې کوچيتوب پريږدي او د نورو خلکو په څېر عادي ژوند پيل کړي.

کوچيان وايي چې حکومتي او مرستندويه ادارو ته يې ورتګ بې ګټې دى ځکه له غوړو ژمنو سره سره بيا هم څوګ ورسره مرستې نه کوي. په پکتيکا ولايت کې د کوچيانو دځانګړي ادارې مشر اخترمحمد وايي چې دا وخت ددې ولايت په بېلابېلو برخو شاوخوا سل زره کوچيان مېشت دي .نوموړى مني چې کوچيان له ګڼوستوونزو سره مخ دي .خو زياتوي چې تر اوسه يې ورسره لاسنيوى نه دى کړى ځکه چې دمرستې لپاره هېڅ په لاس کې نه لري.

له بلې خوا بيا کوچيان وايي چې د هيواد د نورو سيمو په څېر له عامو خلکو سره په په مېنو او څړځايونو هيڅ ډول مشکل نه لري.خو د دوی په خبره چې وخت په وخت د بهرانيو ځواکونو لخوا ځورول کيږي. کورونه يې پلټل کيږي او په يوه او بل نوم يې کسان له نيول کيدو وروسته په زندانونو کې اچول کيږي.

که څه هم دافغان کوچيانو دقيقه شمېره نه ده معلومه خو دهيواد په بېلابېلو برخو کې ژمنۍ او پسرلنۍ مينې لري او دمالدارۍ له لارې دهيواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري. په سيمه کې کتونکي وايي که د کوچيانو ژوند لکه څرنګه چې لازمه ده پام ورته ونه شي نو دافغانستان داقتصاد مهمه برخه چې مالداري ده له منځه به ولاړه شي او دهيواد په راتلونکي به ژور منفي اغېز وکړي.

ليکونکی: فريدالله ظاهر/خوست

کتونکی: عبدالباري حکيم