1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوچي زدکونکي د قلم په ژبه سوله کاږي

۱۳۸۹ آبان ۲۲, شنبه

د المان ږغ راډيو دوچې وېلي د واوره او زده کړه پروگرام په کابل کي په سلگونو زدکوونکو د قلمونه، رنگې او ورته نور د ښوونځۍ وسايل ووېشل. د المان ږغ خبريال مرويس جلالزی هلته موجوده ؤ او د سترگو ليدلی حال بيانوي.

https://p.dw.com/p/Q7kn
انځور: DW

کله چې مې د ښونځي دغه ماشومان چي د وسايلو د ترلاسه کولو لپاره راټول سوي وه ولیدل ډیری هغو یې کتابچي، قلمونه او بکسونه نه لرل. د بت خاکو په نامه د کوچیانو په دغه مینه کې د زیاتو کورنیو اقتصادي وضیعت په ناوړه حالت کې دی خو په ښونځیو کې د ماشومانو شر او شور ښیې چې هغوي له لیک لوست سره څومره مینه لري.

د جنت ګل خان کوچې په نامه د دغه ښونځي ډیری زدکونکو د شپږم ټولګي لاندې زکړې کولي ځکه چې دغه ښونځی د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته جوړ سوی. که څه هم د طالبانو د واکمنۍ پرمهال نجونو زدکونکو ته ښونځیو ته د تګ اجازه نه ورکول کیده خو د کوچیانوپه دغه ښونځي کې په سلګونو نجونې زدکونکې هم د هلکانو په څير په لیک لوست بوختي وي. دغو سلګونو تنو نجونو اوهلکانو د دوچې ویلې راډیو له لوري په هغه آزموینه کې هم برخه واخیسته چې د سولې په اړه په لاره اچول سوي وه.

نجونو او هلکانو په سپینو پاڼو کې د سولې په اړه رسمونه وښکل. کله چې دغو زدکونکو ته ډالۍ وویشل سوي نو بي حده زیات خوشهاله ښکاریدل. دنظیف په نامه د دوهم ټولګي یو تن زدکونکی چې له ډیري خوشهالۍ یې په سترګو کې اوښکې را رواني وي وويل:

Grundschule Hazrat-Ali bei der Veranstaltung der Deutschen Welle Learning by Ear
افغان زدکوونکیانځور: DW

« زما نوم نظیف دی، مونږ د آلمان غږ دوچې ویلې راډیو څخه یوه نړۍ مننه کوو چې مونږ ته یې د غه کتابونه او کتابچې راکړي تر څو مونږ په دغو کتابچو کې خطونه او رسامي وکړو».

یو بل تن زدکونکي عبدالاحد وويل:

«نن چې مونږ ته د آلمان رادیو تحفه راکړه مونږ ورته ډیر ارزښت ورکوو تر څو په قلمونو په کتابچو کې خط وکړو او رسمونه وباسو».

یو شمیر زدکونکو ویل چې دوی تصور نه کاوه چې ورته به په لنډ محال کې داسي ژیږ رنګي بکسونه، پنسلونه او کتابچې راوړل کیږي دا ځکه چې دوي د پوهني وزارت هیر کړي دي. هغوي د پوهني له وزارت څخه ډیر ګیله من ښکاریدل. د حاجي ملا په نامه مشهور د سیمې یو تن مشر او د پارلمان غړي و خلکو ته وويل :

«د افغانستان په ولسونو کې هغه مظلوم قشر چې کوچیان دي، چې د هیچا توجه نه وه او د دی اوس ورته د آلمان غږ راډیو مسولین راغلل او تاسو ته یې په دې دشته کې توجه وکړه زه ډیره زیاته مننه ترینه کوم، دا زه په دې پوري غره باندي نه ورکوم او دا به یې په وسع اوطاقت کې وو او که یې تر ډیر هم په توان کې وای له تاسو به یې نه وو سپمولي او وایې چې مشت نمونه دي خروار ده».

د جنت ګل ترخیل د ښونځي زدکونکو ته د جرمنې د خلکو د ډالیو د ویش پرمهال ډیری زدکونکو همدا دوه خبري کولي. یو یې د جرمني د خلکو څخه مننه او بله هم دا چې په راتلونکي کې مو هم مه هیروی. د پنځمې ټولگۍ زدکوونکې بشير وويل:

«له جرمني څخه یو جهان مننه چې مونږ ته یې کتابچې، قلمونه اوپنسلونو را ولیږل، مونږمه هیروي، مونږ له تاسو هیله لرو چې له مونږ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړﺉ ... د آلمان غږ څخه یوه نړۍ مننه ، د جرمني له خلکو څخه هم یوه نړۍ مننه کوو چې مونږ ته یې دغه تحفه راکړه.»
یو شمیر دغو ماشومانو په خپلو کښل سویو رسمونو کې د آلمان په اړه هم خپل نظرونه ولیکل. ځینو یې آلمان د یوه هیواد په توګه پیژاندو او ځینو نورو داسي یو بل ته کتل ته به وایې چې په ژوند کې یې هم داسي یو ټکی نه دی اوریدلی. د جنت ګل خان کوچې د ښونځي په سلګونو تنو زدکونکو د آلمان غږ راډیو د "واوره او زده کړه" خپرونې له لوري د استول سویو دغو ډالۍ له ویشلو وروسته د حاجي ملا وینا ته غوږ نیولی وو. هغه همدا خبره کوله چې غوږ ونیسی او خپل راتلونکی جوړ کړﺉ:

«دا تاسي غوندي انسان دي چې نن الوتکي په هوا کې پورته کوي، انجینري کوي په دې ملک کې، پیلوټي کوي په دې ملک کې، پاچاهي کوي، والیان دي او ولسوالان دي هغوي هم لکه تاسو غوندي خلک ول، خو هغه توپیر یې چې له تاسو سره درلود هغه دا وو چې کمال یی زدکړ او اوس خدای پاک دغو ځایونو ته رسولي دي.»

ډیری زدکونکي د حاجي ملا دغو څرګندونو ته په آرامۍ سره غوږ نیولی وو او دوه سترګې یې د هغه د لاسونو حرکاتو ته وي چې کله به یې د الوتکې په څير هوا ته پورته کول او کله به یې هم تر څنګ ولاړو ښونکو ته پرې اشاره کوله. ښایې د اوس لپاره ګرانه وي چې په ریښتیا به هم د دغو ماشومانو په منځ کې داسي کسان وي چې په راتلونکي کې د خپل ملک په لوړو حکومتي او تخصصي څوکیو کار وکړي که څنګه؟

خو هغه خبره چې په یقین پرې باور لرو هغه دا ده چې اوسنی ولسمشر حامد کرزی هم د همدغه ملک په یوه خټین ښونځي کې زدکړي کړې اوښایې څو کاله وروسته د افغانستان د همدغه ښونځي یوه زدکونکی هم ولسمشر سي. خو دا یو احتمال چې ورته به راتلونکي ځواب ووایې.

راپور: مرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی