1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کو نيکس: د قرآن پاک سوځونکی بايد محاکمه سي

۱۳۹۰ فروردین ۱۶, سه‌شنبه

د افغانستان دپاره د ملگرو ملتونو پخواني استازي تام کونيکس ويلي چي په امریکا کي د يوې کليسا کشيش جانز لخوا د قرآن پاک سوځول يو جنايت دی: که په المان کي دا کار سوی وای نو د هغه ځای به زندان وای.

https://p.dw.com/p/RFTB
تام کيونيکس
تام کيونيکسانځور: dpa - Bildfunk

د المان په مرکزي پارلمان بُندسټاگ کي د زرغون گوند يوه استازي تام کيونيکس د دې غوښتنه کړېده چي هغه امريکايي کشيش دي محاکمه کړل سي چي د 2011م کال د مارچ په 20 مه نېټه يې قرآن پاک سوځلی ؤ.

د کيونيکس په وينا دغه عمل د افغانستان په مزاره شريف او وروسته په نورو ښارونو کي د تاوتريخوالي سبب وگرځېدی.

ښاغلي کيونيکس د المان په هاله ښار کي چاپېدونکي ورځپاڼي ميتل دويچه څايتونگ سره د مرکې پر وخت ويلي دي چي « دا يو جنايت دی.» نوموړي زياته کړې چي:

« دا خو يو ناممکنه کار دی چي اوس تر سره سو. هغه دا چي ټوله نړۍ لاس تر زنې ناسته وي او سيل يې کوي چي يو کس څنگه ټوله عاقله خلک يرغمل نيسي.»

کيونيکس ويلي دي چي که دغه ډول يو کشيش په المان کي داسي ناسم کار کړی وای نو به پر حق و زندان ته اچول سوی وای.

د کيونيکس تر څنگ د المان د سوسيال ديموکراټ گوند د بهرنيو چارو د پارلماني کمېټي غړي رالف ميونڅه هم د جانز لخوا تر سره سوی عمل سخت غندلی دی.

« زما هيله دا ده چي امريکايي عدليه دغه قضيه وڅېړي او وگوري چي څوک يې په وړاندي کوم قانوني گام پورته کولای سي.»

ميونڅه ويلي دي چي لږ تر لږه بايد دغه عمل يوه کورنۍ مباحثه رامنځ ته کړي. نوموړی وايي چي د ناقراريو له امله اوس نوي پوښتنې هم رامنځ ته سوي دي.

د نوموړي په وينا په افغانستان کي د احتجاجونو پر وخت د تاوتريخوالي رامنځ ته کېدنه ښيي چي افغان امنيتي چارواکي د دغو احتجاجونو د کنټرولو جوگه نه ول.

د المان د سوسيال ديموکراټ گوند استازي ميونڅه دا هم ويلي دي چي د تازه تاوتريخوالو د پيښو وروسته و افغانانو ته د امنيت سپارل يو نوی سياست کړکېچ گرځېدلی دی.

مزاره شريف چي پکښي المانی پوځ ماموريت تر سره کوي بايد د پلان له مخي و افغان امنيتي ځواکونه ته وسپارله سي.

احمدولي اڅکزی / آژانسونه

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل