1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کياني: په کراچي کي سوله ټينگولو ته تيار يو

۱۳۹۰ مرداد ۳۱, دوشنبه

د پاکستان پوځ لوي درستيز جنرال اشفاق کياني د يکشنبي په ورځ د يوي ورځ پاڼي سره په مرکه کي ويلي چي د پاکستان پوځ دي ته چمتو دی، چي په کراچي کي له دولت سره د رامنځ ته سوي سياسي او ژبني تاوتريخوالي په مخنيوي کي مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/12L6t
د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني
د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کيانيانځور: DW

دا بيانيه په داسي وخت کي ورکول کيږي چي د پاکستان د پوځ څخه دا غوښتنه نوره هم ډيره سوې، چي د کراچي په ښار کي دي پوځ ځای پر ځای سي.

د دريو سياسي ګوندونو د وسله والو تر منځ د چهارشنبي د ورځي څخه د زور زياتي په پيښو کي تر ۷۰ زيات کسان وژل سوي دي.

کياني د « نيوز انټرنيشنل» ورځپاڼي سره په يوه مرکه کي ويلي دي، که چيري د دولت له لوري وغوښتل سول، چي په کراچي کي پوځ ځای پر ځای سي، پوځ دې ته چمتو دی، خو هغه پر دې خبره هم ټينګار وکړ، چي د پوليس او نيمه پوځي مليشو له خوا بايد د وضعي د ښه کيدو لپاره کوټلي ګامونه پورته سي.

دغه ورځپاڼه د کياني له خوله زياتوي: « کراچي د پاکستان د اقتصاد ساه ده او دا به ډيره لويه بي انصافي وي که چيري رواني وضعي ته اوږدي مودي لپاره اجازه ورکړل سي.»

د تير کال راهيسي د کراچي ښار د پيپلز ګوند، متحده قومي مومنټ او د عوامي نيشنل پارټي د سياسي فعالينو تر منځ د زور زياتي د پيښو شاهده ده.

پيپلزګوند په اوسني وخت کي په واک کي دی، دغه ډله په سندهـ ايالت کي چي کراچي يي مرکز دی د خلکو ملاتړ له ځانه سره لري، متحده قومي مومنټ د هندوستان څخه د را مهاجر سويو د اردو ژبي ويونکو څخه نمايندګي کوي او عوامي نيشنل ګوند د پاکستان د مختلفو برخو څخه د پښتو ژبي ويوونکو کډوالو څخه نماينده ګي کوي.

د پاکستان د يوي خيريه مؤسسي « ايدهي» د يوي سرچيني په وينا د جنورۍ د مياشتي څخه تر اوسه پوري ۱۴۰۰ تنه د سياسي او ژبني شخړو د تاو تريخوالي قرباني سوي دي.

دي خبري ته په کتو سره چي د پاکستان پوځ د القاعدي او طالب اورپکو پر ضد په عملياتو بوخت دی، وبه کولای سي چي په عاجله توګه کراچي کي پوځ ځای پر ځای کړي او که نه؟

په کراچي ښار کي د تيرو څو مياشتو راهيسي د زور زياتي په پيښو کي د پام وړ ډيروالی راغلی. په تيره يوه اونۍ کي د زور زياتي په پيښو کي د پوليس په شمول تر ۱۰۰ ډيرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. يوازي په تيرو دوو ورځو کي ۱۷ تنه د سياسي ګوندونو تر منځ د تاو تريخوالي د پيښو قرباني سوي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل