1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کيدای سي اروپايي ټولنه ټوټه ټوټه سي»

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۱۸, دوشنبه

اروپا په خطر کي ده. د لوکسامبورگ د بهرنيو چارو وزير يان آسيلبورن، د مهاجرو کړکېچ ته په کتو سره د اروپايي ټولني له سره پاشل کېدو څخه اخطار ورکړی دئ. هغه ويلي دي چي د سرحدونو کنترول به بيرته پيل سي.

https://p.dw.com/p/1H2Eg
Luxemburg Jean Asselborn Außenminister
انځور: picture-alliance/dpa/J. Warnand

د لوکسامبورگ د بهرنيو چارو وزير يان آسيلبورن د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کي د يوې راتلونکي ډراماتيکي سناريو خبره کړې ده: «که د پيوستون او همکارۍ پر ځای باندي يو و بل ته خنډ جوړسي، اروپايي ټولنه کيدای سي سره وپاشل سي، دا کيداسي ډېر ژر وسي.»

آسيلبورن ويلي دي چي د شنگين تړون هم گواښل سوی دئ. له ۱۹۸۵م کال راهيسي ۲۶ اروپايي هيوادونو د دغه تړون په لاسليکولو سره سرحدي کنترول له منځي وړی.

آسيلبورن چي هيواد ئې د اروپايي ټولني مشرتوب پر غاړه لري ويلي دي چي آلمان او ډېرو نورو اروپايي هيوادونو د ملگرو ملتونو د مهاجرو د ژنيو کنوانسيون درک کړی دئ: «خو په اروپايي ټولنه کي داسي هيوادونه هم سته چي تر اوسه پوري د دغي ټولني په ارزښتونو پوه سوي نه دي.»

«خرابه ولسپالنه کيدای سي جنگ رامنځ ته کاندي»

آسيلبورن ويلي دي چي د ځينو سياستوالو د بشري سلوک نه شتون هم اندېښنې را پارولي: «خرابه ولسپالنه کيدای سي په واقعي جنگ بدله سي.» د هغه په خبره داسي سياستوال سته چي د مهاجرت موضوع په لوی لاس سره شاربي، څو ويره ولمسوي.

دا چي اروپايي ټولنه د مهاجرو د کړکېچ په مخنيوي کي څومره ستونزه لري، په دغه ټولنه کي د مهاجرو د ويش پر سر خبرو کي له ورايه ښکاري.

نن بيا په بروکسل کي د دغي ټولني د کورنيو چارو وزيرانو په ځانگړې غونډه کي سره راټوليږي، څو د مهاجرو د وېش پر سر د نوو ژمنو او هغو چي شپږ اوونۍ پخوا سوي وې خبري وسي.

د اروپايي ټولني پر غړو هيوادونو د هغو ۱۶۰۰۰۰ مهاجرو وېشل چي د يونان او ايټاليا په کمپونو کي پراته دي تر اوسه پوري يوازي ۱۳۰ کسان وېشل سوي دي. داسي هيوادونه لکه سويډن اوس هم وايي چي په وېش کي ځان نسي شريکولای.

بله خوا بيا د اروپا پارلمان مشر مارتين شولڅ د آلمان له ARD راډيو تلويزيون سره په مرکه کي ويلي دي چي د مهاجرو په کړکېچ کي مرستي نوري ډيري سي کيدای سي ځيني هيوادونه د مهاجرو منلو ته زړه ښه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب