په شانگهای کې د افغانستان پر گډون خبرې کیږي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۲, جمعهد دغه سازمان له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي د بهرنيو چارو وزيرانو د پنجشنبې په ورځ په پيکنگ کي پر دې باندې هم سره سلا سوي دي، چي د روان کال د جون د مياشتي پر ۶ او ۷ نېټه په پيکنگ کي عمومي غونډي ته له ترکيې سره د خبرو اترو د غړيتوب وړانديز هم ور وړاندي کړي.
څه موده مخکي د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو چي دغه هيواد د شانگهای د همکاريو سازمان ته د پاکستان او هندوستان د ورشاملېدو ملاتړ کوي او غواړي چي افغانستان هم د دغه سازمان څارونکی وي.
روسيې به هر وخت دا خبره تکراروله چي په سیمه کي د ناټو د بديل له پاره يو امنيتي سازمان ته اړتیا سته او په دې سازمان کي بايد د سيمي نور هيوادونه هم ور گډ سي. خو دې سازمان ته د پاکستان د ورشاملېدو په اړه د پنځو کالو راهيسي خبري اتري رواني دي.
د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف د شانگهای سازمان د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کي ويلي دي چي د جون د مياشتي پر ۱۴ نېټه به په کابل کي د افغانستان په اړه يو بل نړيوال کنفرانس را وبلل سي. سرگي لاوروف په پيکن کي وويل: «په دغه هيواد کي دننه او د هغه په شاوخوا کي وضعيت موږ ډير انديښمن کړي يو.»
هغه زياته کړه چي روسیه بايد د افغانستان په اړه په ټولو نړيوالو خبرو اترو کي فعاله ونډه ولري. او بايد د دغه هيواد په سياسي او اقتصادي برخو کي په هره غونډه کي له مثبته اړخه گډون وکړي.
د شانگهای د سيمه ييزو همکاریو سازمان (SCO) په ۲۰۰۱ ميلادي کال کي د چين، روسيې، قزاقستان، تاجکستان، قرغيزستان او ازبکستان هيوادونو له خوا تأسيس سو.
په روان وخت کي ايران، هندوستان، منگوليا او پاکستان په دغه سازمان کي د څارونکو په توگه ونډه لري. افغانستان او ايران هم په ۲۰۱۱ کال کي په دغه سازمان کي د عضويت غوښتنه کړې وه. افغانستان او ترکمنستان د شانگهای سازمان په غونډو کي د مېلمنو په توگه برخه اخلي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش