1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيدای سي پاکستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرو مخه نيولې وي

۱۳۸۹ شهریور ۱, دوشنبه

نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي چي د جنورۍ په مياشت کي د طالبانو د قوماندان، ملا عبدالغني نيول ښايي د پاکستان د استخباراتي اداري ISI د هغي هڅي يوه برخه وي چي نه غواړي د افغانستان د حکومت او د طالبانو تر منځ خبري اتري وسيب.

https://p.dw.com/p/OtwZ
په کراچی کي د ترهگرۍ په تور نيول سوی يو تن
په کراچی کي د ترهگرۍ په تور نيول سوی يو تنانځور: AP

ملا برادر د طالبان يو لوړ پوړی پوځي ستراتيژيست او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د نژدې مشاورينو څخه ؤ.

په کراچي کي دISI او CIA د پټو عملياتو په نتيجه کي د ملا برادر نيول طالبانو ته يو سخت ګوزار وګڼل سو.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د هغو پاکستاني چارواکو چي نومونه يي نه دي بربنډسوي له خولې رپوټ ورکړی چي ISI د CIA په مرسته نوموړی ونيو،ترڅو د طالبانو او د افغان حکومت تر منځ د سولي پټوخبرو اترو ته خاتمه ورکړي.

په دغو پتو خبرو اترو کي افغان حکومت هڅه کوله چي پاکستان د خبرو اترو له پروسي څخه ليري وساتي.

د نيويارک ټايمز رپوټ زياتوي، د برادر دنيولو څخه وروسته د پاکستان امنيتي ځواکونو د طالبانو څه ناڅه 23 مشران چي ډيری يې مخکي تردې د اسلام آباد دملاتړ څخه برخه من ؤ، ونيول.

دغه تحول د افغان حکومت او طالبانو تر منځ پټو خبرو اترو ته ډم سو.

نيويارک ټايمز زياتوي، د برادر نيول تر ډيري مودې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په دننه کي د څو مياشتو لپاره يوه توده او شخړايزه موضوع وه.

هغي ورځپاني د پاکستان د يو امينتي چارواکي له خولې ويلي دي چي نوموړی وايي:

« موږ ملابرادر او ځيني نور ونيول، ځکه هغوئ غوښتل چي زموږ پرته په يوې معاملې لاس پوري کړي.»

د پاکستان دغه چارواکي نيويارک ټايمز ته وويل:« موږ د طالبانو ساتنه کوو. هغوی په موږ پوري تړلي دي. موږ به اجازه ور نه کړو چي، طالبان زموږ پرته د کرزي او هند سره معامله وکړي».

رپوټ زياتوي: ځيني امريکايي چارواکي وايي چي، پاکستانيان ښايي هڅه کوي چي د افغانستان په لانجه کي خپل ځان تر هغه زيات نفوذ لرونکی وښيي چي، اصلاً دی.

يو امريکايي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط نيويارک ټايمز ته ويلي دي چي، د پاکستاني چارواکو دغه ډول ادعاوي يو«خيال او تصور» دی.

هغه د طالبانو د قوماندان نيولوڅرنګوالي ته په اشاري سره وويل:« هغه کسان چي د عمل په صحنه کي ؤ نه پوهيدل چي هلته څوک دی. خو وروسته هم پاکستانيانو او هم امريکايانو ته روښانه سوه چي موږ څوک نيولی دی.»

د نيويارک ټايمز رپوټ يادونه کوي چي، نور امريکايي چارواکي شک لري چي له CIA څخه دي د هغه د خپلي خوښي پر خلاف پاکستانيانو د خپل دې هدف لپاره استفاده کړي وي چي د سولي د خبرو اترو پروسه ورو کړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل