1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کيدای شي پخواني طالبان په آلمان کې حفاظت ترلاسه کړي»

۱۳۹۶ اردیبهشت ۷, پنجشنبه

د آلمان د کډوالو او مهاجرو د فدرالي ادارې په نظر کیدای شي چې د طالبانو پخواني جنگیالی په آلمان کې یو ډول محافظتي پناه تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/2bzGr
Deutschland Abschiebungen abgelehnter Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د آلمان «دي ویلت» نومي ورځپاڼي د پنجشنبې په ورځ د نوموړې ادارې په حواله رپوټ ورکړی دی چې، په افغانسنان کې د ربړولو یا د مرگ سزا د گواښوونو له امله کیدای شي چې حتي دغه تند لاري اسلامپال جنگیالي په آلمان کې د پناه مستحق وگرځي. سر بیره پر دې د طالبانو په ډله کې د غړیتوب په تور یوه روانه محاکمه کیدای شي حتی د مشکوک تروریست افغانان د الزامي اخراج د مخنیوي لامل وگرځي.

نوموړي ورځپاڼي د آلمان د کورنیو چارو وزارت د ویاند په حواله لیکلي دي: «د طالبانو په ډله کې غړیتوب د پناه ترلاسه کولو د پریکړي په برخه کې کوم مثبت رول نه لري.» نوموړي ویاند زیاته کړی ده: «د بشري حقونو د سرغړونې د ګواښ له امله دغه غړیتوب کیدای شي«په انفرادي مواردو کې د حفاظتي پناه د ورکړې سبب شي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه د توضیحاتو په ورکولو سره وویل: «یوازې د طالبانو په ډله کې غړیتوب د نړیوال حفاظت څخه د وتلو دلیل نه شي کیدای، ځکه ملګرو ملتونو د طالبانو ډله د یوه تروریستي سازمان په ګټه ګورۍ کې نه ده درجه بندې کړې»

په جنګي جنایت یا بشریت ضد جنایت کې د لاس درلودلو په صورت کې به د اخراج کیدو له پاره یو دلیل موجود وي. په داسې مواردو کې نوموړی شخص نه شي کولی د اقامې اجازه ترلاسه کړي.

د دغه رپوټ په حواله په همدې منځ کې ډیرو افغان مهاجرو د خپلي پناه غوښتني د انټروي پر وخت ځان د طالبانو د پخواني جنګیالي په ټوګه معرفي کوي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت امنیتي ادارو ته د زرونو شکمنو کسانو په هکله خبر ورکړی دی.

یو شمیر افغان مهاجر چې ادعا کوي په زوره د ځوان عسکرو په توګه د افراطي اسلامپالو له خوا استخدام شوي دي، همدا په ظاهره کې له خپل هیواد څخه د تیښتې دلیل وړاندې کوي.

د "Welt"  ورځپاڼې د معلوماتو په حواله په کارلس روهه کې فدرالي څارنوالۍ اعلان کړی دی چې په اوس وخت کې ۴۸ شکمن کسان، د طالباتو د غورځنګ د ملاتړ او یا هم غړیتوب له امله چې په آلمان کې د یوه ترورستي سازمان په توګه منع کړای شوی دی پلټني رواني دي.

شپږ تنه نیول شوي دي؛ په څلورو مواردو کې د شکمنو-طالبانو پر وړاندې اقامای دعوی شوی. د چهارشنیې په ورځ په برلين کې د یوه شکمن پخواني طالب جنګیالي د محکمې لومړی جریان هم پیل شوی دی.

زموږ له ارشيف څخه: