1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيدای شي په افغانستان کي ډېر امریکايي عسکر پاتې شي

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۵, دوشنبه

د اوباما اداره اوس پر دې فکر کوي چې په افغانستان کې تر پلان شوي اندازې ډیر امریکایي عسکر پريږدي. چاواکو ویلي دي چې په دې اړه بحث د واشنگټن او کابل د اړیکو تر ښه کیدو او د داعش د گواښ تر رامنځ ته کیدو وروسته تود شوی.

https://p.dw.com/p/1ErWr
انځور: Reuters

تر دې دمخه ولسمشر اوباما ویلي ول چې د ۲۰۱۵م کال تر پایه پورې به په افغانستان کې یوازي ۵۵۰۰ عسکر پاته وي، چې دغه شمیر به بیا د ۲۰۱۶م کال تر پایه پوري تر۱۰۰۰ عسکرو هم راکښته شي.

په داسې حال کې چې تر اوسه لا په افغانستان کې د پاتېدونکو عسکرو د شمېر په اړه کومه رسمي پریکړه نه ده شوې، خو ځينو امریکايي چارواکو د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي چې اوس د اوباما اداره له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو بهیر د ورو کولو په اړه فکر کوي.

دغو چارواکو زیاته کړې ده چې کیدای شي په افغانستان کې تر ۲۰۱۵م کال وروسته هم نزدې۹۸۰۰ امریکایي عسکر پاته شي چې ځینې به یې د ترهگرۍ ضد عملیاتو کې برخه اخلي.

اوس په افغانستان کې نزدې ۲۰۰۰ امریکایي عسکر د ترهگرۍ پر ضد عملیات پر مخ وړي. پوځي قوماندانان استدلال کوي چې د روان کال تر پای ته رسیدو وروسته به هم دغو ځواکونو ته اړتیا وي چې په افغانستان کې د القاعدې پاته شوي تعقیب کړي او د هغو کسانو فعالیتونه وڅیړي چې غواړي له اسلامی دولت سره یوځای شي.

چارواکي زیاتوي چې ښايي ولسمشر اوباما امریکا متحدو ایالاتو ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د را ایستلو پلان هم اعلان کړي.

دوی ټینگار کړی دی چې تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چې سپینه ماڼۍ به په راتلونکې کال کې هم په افغانستان کې د ډیرو امریکایي ځواکونو د پاتېدو په اړه موافق وي که نه.

پوځي قوماندانان غواړي چې په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو د پانگونو د ساتني له پاره ډیر پوځیان پريږدي. دغه قوماندانان استدلال کوي چې د ډیرو عسکرو پرېښوول به له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي چې په روان کال کې د طالبانو د پسرلنیو يرغلونو پرضد وجنگیږي.

هغوی زیاتوي چې له دې سره به همداراز امریکایي ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او تمویل ته هم په سمه توگه دوام ورکړی.

د امریکا په کانگریس کې هم د سناتور جان مکین، په گډون یو شمیر کسان له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو گړندي وتلو ته د شک په سترگه گوري.

هغوی وایي چې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره به په افغانستان کې یوه خلا رامنځ ته شي چې کیدای شي دغه هیواد هم د عراق په شان له یوه حالت سره مخامخ شي.

د اوباما ادارې تر دې دمخه له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، سره ښې اړیکې نه لرلې او له همدې کبله دې ته اړ شول چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د را ایستلو پلان جوړ کړي.

خو اوس د ولسمشر محمد اشرف غني او اوباما ادارې تر منځ اړیکې د پخوا په پرتله ښې دي، چې کیدای شي له کبله یې په دې هیواد کې ډیر امریکایي عسکر هم پاتې شي.