1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کيدای شي په پاکستان مېشت افغان مهاجر هم اروپا ته مخه کړي»

عاصم سليم۱۳۹۴ مهر ۲۷, دوشنبه

په پاکستان کې دمگړۍ ۱،۶ ميلیونه افغان مهاجر ژوند کوي. په دغه هيواد کي د مېشتو افغان کډوالو د اوسني وضعيت په اړه دويچه ويله په پاکستان کې د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د سیمه ییز مشر اندرېکا راتويت سره خبري کړي.

https://p.dw.com/p/1GqPX
انځور: Tanveer Mughal/AFP/Getty Images)

دویچه ویله: په اروپا کې د مهاجرو د بحران له کبله د ملگرو ملتونو د مهاجرو د عالي کمیشنرۍ سره سره نور ډیر مرستندویه سازمانونه هم د مالي مرستې د کمښت له ستونزې سره مخ دي. دې وضعي په پاکستان کې د مرستې پر کارونو څه ډول اغېز کړی او په خاصه توگه د افغان مهاجرو له پاره پر روانو پورگرامونو یې اغېز څه دی؟

راتويت: زموږ د ادارې له پاره هم وضعه ډیره خرابه ده. اوس د نړۍ ډیري برخي له بحرانونو سره مخامخ دي چې له امله یې په چټکه توگه بشري مرستو ته اړتیا ده. په پاکستان کې ۱،۶ ميلیونه راجستر شوي افغان مهاجر ژوند کوي چې دا په یوه هیواد کې له اوږدې مودې راهیسې د میشتو کډوالو تر ټولو لوی شمیر دی. په داسې یوه وخت زموږ د ادارې له پاره د بوديجې کمښت یوه ستره ستونزه ده.

دویچه ویله: آیا تاسې په دې اړه اندېښمن یاست چې د بوديجې کمښت به د دې باعث شي چې په پاکستان کې میشت افغان مهاجر اروپا ته مخه کړي؟

په پاکستان کي د م.م. د کډوالو چارو استازی اندريکا راتويت
په پاکستان کي د م.م. د کډوالو چارو استازی اندريکا راتويتانځور: UNHCR, Pakistan

راتويت: زه خو سملاسي داسي څه نه وینم. خو که د افغان مهاجرو له پاره زموږ د تعلیم او د ځوانانو له پاره نور ډیر روان مهم پروگرامونه اغېزمن شي نو هغه ځوانان چې د زده کړي او روزگار نوري لاري ونه لري، هغوی به د خپل ښه راتلونکي په لټه پسې وځي. هو! موږ اندیښمن یو چې ښايي داسي وشي یعني په پاکستان کې او د سیمې په نورو هیوادونو کې میشت افغان کډوال اروپا ته مخه کولای شي. له همدې امله موږ د ښووني او روزني او کسب د زده کړې پر خپلو پروگرامونو ډير ټینگار کوو چې دغه ځوانانو ته په افغانستان کې د کار مواقع پیدا شي او دوی د هغه پر ځای چې اروپا ته د تلو هڅه وکړي، افغانستان ته ولاړ شي.

دویچه ویله: آیا تاسي خپلي اندېښنې د ملگرو ملتونو له نورو ادارو او پاکستان له حکومت سره شریکې کړي؟

راتويت: هو! موږ دغه اندېښنې له دوی سره شریکي کړي. زموږ ادارې یعني UNHCR له لوړو چارواکو سره دغه خبره شریکه کړې ده. د اکتوبر پر پنځمه او شپږمه نېټه پاکستان، افغانستان او ایران ترمنځ د وزیرانو په کچه یوه غونډه جوړه شوه. په دغه لیدنه کتنه کې درې سره هیوادونو له نړیوالي ټولني څخه غوښتنه وکړه چې د ملگرو ملتونو د مهاجرو د کمیشنرۍ اړوندو ادارو سره مرسته وکړه.

دویچه ویله: آیا د اسلام آباد حکومت په دې لار کې کوم گامونه اخيستي دي چې نورو هیوادونو په ځانگړي توگه اروپا ته د افغان کډوالو د تگ مخه ونیوله شي؟

راتويت: پاکستان په دې وروستیو کې د افغان مهاجرو د راجستر کولو پروسه پیل کړې ده. دغه سند یا مهاجر کارت افغانانو ته په پاکستان کې د پاتېدو اجازه ورکوي. د روان میلادي کال په پای کې په پاکستان کې د افغان مهاجرو د اوسېدني موده هم پای ته رسیږي. په دې اړه د پاکستان حکومت یو پلان چمتو کړی دی چې د کابینې له خوا باید ومنل شي. د دغه پلان له مخې به د مهاجر کارتونه موده دوه کاله وغځول شي. زما په آند د مهاجرو دومره لوی شمیر ته د پنا د ورکړي ټولي ستړیا، امنیتي اندیښنو او نورو ستونزو ته په کتو سره که له حقیقت څخه سترگې پټي نه کړو نو دا د پاکستان د حکومت له خوا یو ډیر مثبت قدم دی. له بله پلوه دا هم روښانول غواړم چې تر اوسه په پاکستان کې میشتو افغانانو اروپا ته د تلو تکل نه دی کړی. سږ کال اروپا ته له رسیدلو کډوالو څخه یې ۱۷ سلنه افغانان دي خو زموږ له ادارې د پاکستان څخه اروپا ته د تلونکو مهاجرو په اړه کومي شمیرې نشته.

دویچه ویله: آیا افغان کډوال د پاکستان له خوا د ورکړل شوي کارت له لاري کوم بل هیواد ته سفر کولای شي او په کوم دریم هیواد کې د پنا غوښتني حق لري؟

راتويت: دغه کارت چې د «پروف آف رجستریشن» (POR) یا د راجستریدو ثبوت» په نامه یادیږي، افغان مهاجرو ته یوازي په پاکستان کې د اوسیدو اجازه ورکوي او دا ثابتوي چې دی افغان مهاجر دی. کوم بل هیواد ته د تلو په صورت به افغانان کډوال د خپل هویت د ثابتولو له پاره د دغه هیواد د قانوني لارو چارو تیریږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب