1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيدای شی چې په چين کې تر پنځوس زرو کسان وژل شوی وي

Freyeisen, Astrid / Peking   (RBB)۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۷, جمعه

د چين دولسی جمهوريت حکومت د سيچوان زلزله ځپلۍ ولايت ته نور عسکر هم استولی او دسلو نورو څرخی الوتکو په لیږلو سره بايد ژر ترژره هغه سيمو ته هم مرستندويی ډلۍ ورسیږی چی تر اوسه له بهره سره ددغه سيمو اړيکی شلیدلۍ .

https://p.dw.com/p/E15M
انځور: AP

 د یوه وروستی خبر له مخی چینایان په دی هم بريالۍ شوی چب دلارو په صافولو سره د ځمکی له لاری هم د زلزله ځپلو سیمو سره ارتباط پیدا د کړی او دغه سیمو ته دسقيله ماشين آلاتو په لیږلو سره دکنډوالو څخه موړی یا  په ډیر لږ امکانه سره که څوک لا تر اوسه هم ژوندی پاتی وی راوباسی. لا تراوسه هم 40000 انسانان تر تم دی د موړيو شمير د 50000 به شاوخواکی اټکل کيږی.

 له پيکنګ څخه زمونږ  خبر ياله آستريد فرای آیزن رپوټ راکوی.

د سيچوان په زلزله ځپلۍ سيمه کی د سلو زرو څخه زیات د چين د ولسی آزادی بښونکۍ پوڅ افراد  په خدمت بوخت دی او د وی اوس په دی توانیدلۍ چی  د مهمو ارتباطی لارو څخه درانړیدلو پولونو او ودانیو دانبارونو په لری کولو سره  د زلزله ځبلۍ سيمۍ صعب العبورو څایونو په لور ځمکنۍ لاری هم پرانیزی. 

داسی ويل کيږۍ چی  د ‌زلزله ځپلۍ سيمۍ نیمايی اوسیدونکی د دغه طبعی آفت څخه  تاوانۍ شوی. په دغه سیمه کی لس ملیونه وګړی ژوند کوی

د چين دولس جمهوریت دروغتيایی چارو وزیر  ګاو کيانګ په پيکنګ کی  ویلۍ دی چی:

د سيچوان په سيمه کی دغه زلزله هغه طبيعی آفت دی چی  د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدلو يعنی  د 1949 میلادی کال راهيسی يی په دغه هيواد کی  ساری   نه و لیدل شوی.  خو د مخه په چين کی د یوه طبيعی آفت سره دمبارزی دپاره هم دومره زیات وګړی نه و بسيچ شوی.

د چين دولسی جمهوريت دټولو سیمو څخه دسيچوان مصيبت ځبلۍ سیمۍ ته خوراکی مواد ، د څښکلو اوبه، اوتختنیکی وسايل رسيدلۍ دی.