1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيري: د هندوستان انديښنې په پام کي نيسو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۳, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو په اړه د هندوستان د اندیښنو درناوی به وکړي او په افغانستان کي به یو وار بیا د القاعدې نقش لرل و نه مني.

https://p.dw.com/p/18vAk
India's Foreign Minister Salman Khurshid (R) speaks with U.S. Secretary of State John Kerry before their meeting in New Delhi June 24, 2013. Kerry is on a three-day visit to India. REUTERS/Adnan Abidi (INDIA - Tags: POLITICS)
Kerry und Khurshid in Neu Delhi 24.06.2013انځور: Reuters

جان کیري په داسې حال کې هندوستان ته سفر کړی دی، چې په وروستیو وختونو کې امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د سولې په بهیر کې یو څه پرمختګ کړی دی او طالبانو تر ډیرو خبرو او هلو ځلو وروسته په قطر کې خپل دفتر پرانیست.

خو هر څه سم نه دي. د طالبانو د دفتر له پرانیستل کیدو سره یو شمیر ستونزي هم مل وې او افغان حکومت له دې کبله احتجاج وکړ چې طالبانو په قطر کې د خپل دفتر پر سر خپل بیرغ پورته کړی وو او پر دې سربیره یې پر خپله لوحه باندي د «افغانستان اسلامي امارت» ليکلي ول چې له کبله یې افغان حکومت احتجاج وکړ.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هندوستان د دغي ډلې د لومړنیو هدفونه په ډله کې شامل وو. له همدې کبله هندوستان له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د طالبان باید د ښو او بدو طالبانو په دوو ډلو و نه ویشل شي.

کیري د دوشنبې په ورځ په ډهلي کې خبریالانو ته وویل: «موږ به [د سولې د بهیر په اړه] له هندوستان او په سیمه کې له نورو سره مشورې وکړو.»

کیري همداراز روښانه کړه چې د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانگړی استازی جیمز دوبینز، به کابل ته تر یوه لنډ سفر وروسته د چهارشنبې په ورځ هندوستان ته ورسیږي.

کیري همداراز پر دې خبره باندې ټینگار وکړ چې که طالبان په راتلونکې کې په افغان حکومت کې برخه اخیستل غواړي، نو باید له القاعدې سره خپلې ټولې اړیکې وشلوي او له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي.

کیري دا خبره هم روښانه کړه چې طالبان باید د افغانستان له سیاسي نظام سره د یوځای کیدو په موخه د دغه هیواد په اساسي قانون کې د ښځو او اقلیتونو ذکر شویو حقوقو ته درناوی وکړی.

کیري وویل: «دا به بدل نه شي.» هغه ټینگار وکړ چې د سولي له لاري د افغانستان د ستونزي حلول یو ډیر ضروري کار دی.

په دغه خبري کنفرانس کې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید، هم برخه اخیستې وه. هغه په دې کنفرانس کې له طالبانو سره د امریکا د خبرو مخالفت و نه کړ. خو پر موضوع باندې یې ټینگار وکړ چې په دې بهیرکې باید د هندوستان اندیښې له پامه و نه غورځول شي.

هغه وویل: «زه فکر کوم چې اوس د افغانستان د مسئلې د حل په موخه یوه نوې تجربه روانه ده او سړی نه شي کولای چې د هغې مخالفت وکړي.»