1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيري ناببره افغانستان ته سفر کړی دی

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ مهر ۱۹, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د جمعې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته ورسید چې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتی تړون پر سر د خبرو اترو په پرمختګ کي مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/19yDT
انځور: Reuters

افغان ولسمشر حامد کرزي په روانه اوونۍ کې ویلي ول چې که د امریکا او افغانستان تر منځ احتمالي لاسلیدونکی سند افغانانو ته سوله او امنیت را نه وړي نو هغه به دغه سند لاسلیک نه کړي. د دغه سند له مخې به امريکايي سرتیري تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې اډې ولري.

په داسې حال کې چې ولسمشر کرزي په وارو وار ټینګار کړی دی چې هغه د امنیتي تړون د لاسلیکولو له پاره بیړه نه لري، خو امریکایي چارواکو تل ټینګار کړی دی چې هغوی غواړي د روانې میاشتې تر پايه پورې دغه سند له افغانستان سره لاسلیک کړي.

پلان شوې ده چې په افغانستان کې د ناټو ټول میشت جنګي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له دغه هیواد څخه ووځي او د افغانستان د ټولو سیمو امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري.

د فرانسې خبري آژانس د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په حواله چې له کیري سره یې افغانستان ته سفر کړی دی ویلي دي چې ولسمشر کرزي او د هغه امریکايي سیال بارک اوباما د روان کال په جنوري میاشت کې پر دې خبرې سره موافقه کړې وه چې د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي تړون به د اکتوبر میاشتې تر پایه پورې لاسلیک کړي.

دغه چارواکي چې په رپوټ کې یې نوم نه دی اخیستل شوی زیاته کړې ده: «موږ اوس هم په دې باور یو چې دغه کار [په اکتوبر کې د امنیتي تړون لاسلیکول] هم ښه او هم ممکن دی. تر اوسه پورې خو لا د اکتوبر میاشتې ۱۱مه نیټه ده.»

دې چاروکي زیاته کړې ده: «د امنیتي تړون یو نامعلوم وضعیت هم د ناټو غړو هیوادونو له پاره پریکړه کول ستونزمنوي او د امریکا متحده ایالاتو او ناټو له پاره پلان جوړول ستونزمنوي. زموږ هدف بدل شوی نه دی [دا هدف چې امنیتي تړون باید په روانه میاشت کې لاسلیک شي] او موږ به د دې کار د ترسره کیدو له پاره خپلو فشارونو ته دوام ورکړو.»

تر دې مخکې ولسمشر کرزي ویلي ول چې د امنیتي تړون د پریکړه لیک د ټاکلو په موخه به لویه جرګه راوغواړي. هغه همداراز له بي بي سي سره په یوه مرکه کې روښانه کړې وه چې که دغه تړون د افغانانو په ګټه نه وي نو لاسلیک به یې نه کړي.

افغاني سرچینو ویلي دي چې د امنیتي تړون پر دوو موضوعګانو لا تر اوسه پورې موافقه نه ده شوې. دغه موضوعګانې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د یوجانبه پوځي ماموریتونو د ترسره کولو غوښتنه او دا چې امریکایان به څرنګه له افغانستان څخه دفاع کوي شامل دي. امریکا تر دې مخکې له عراق سره هم د یوه ورته تړون پر سر موافقې ته نه وه رسیدلې چې له کبله یې له دې هیواد څخه خپل ټول سرتیري وایستل.

له کیري سره مل امریکايي چارواکي ویلي دي: «موږ به خپلو خبرو ته دوام ورکړو او په دې خبره به ځان پوه کړو چې څومره پرمختګ مو کړی دی او دا چې خبري پر مخ ولاړې شي. کابل ته زموږ تر راتګ مخکې هم خبرې اترې روانې وي او له دې ځایه زموږ تر تلو وروسته به هم دغه کار دوام ومومی. له دې کبله د دې سفر په پایله کې د وروستيو پایلو تمه نه کیږي.»

ولسمشر کرزي تر دې مخکې په جون میاشت کې د امنیتي تړون پر سر خبري په رسمي ډول په قطر کې د طالبانو د د فتر د پرانیستلو پر ضد د اعتراض په توګه درولې وې. خو دغه بهیر بیا د طالبانو د دفتر تر تړل کیدو وروسته بیرته پیل شو.