1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيري: همکارو افغانانو ته ځانگړي ويزې ورکړل سي

نجيب الله زيارمل/ انترفکس، دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۱۶, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير پر خپل حکومت ږغ کړی دی چي له واشنگټن سره همکارو افغانانو ته دي ځانگړي وېزې ورکړي. له امريکايانو سره ډيرو افغان کارکوونکو امريکا ته د تگ غوښتنليکونه وړاندي کړي دي.

https://p.dw.com/p/1CDYc
يو افغان ترجمان چي اوس امریکا متحده ايالاتو ته رسېدلی دی
يو افغان ترجمان چي اوس امریکا متحده ايالاتو ته رسېدلی دیانځور: DW/A. Passenheim

جان کېري د خپل هيواد له کانگرس څخه غوښتني دي چي سږکال په دوبي کي دي هغه قانون تصويب کړي چي له مخي يې له واشنگټن سره همکارو افغانانو ته د ځانگړې ويزې ورکولو تعداد ډيريږي.

کيري د پنجشنبې په ورځ له «لاس آنجلس» ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي: «خبره د امريکا متحده ايالاتو د گټو نه ده. او نه هم افغانانو ته د ډالۍ ورکولو. بلکي دغه اقدامات د دې له پاره دي چي د هغو کسانو له پاره چي خپل ژوند يې له امريکايانو سره اوږه پر اوږه کارکولو سره په خطر کي اچولی وو پر خپلو ژمنو باندي وفا وکړو.»

دغه پروگرام چي له مخي يې هغو افغانانو ته، د بېلگې په توگه په افغانستان کي د امريکا سفارت کارکوونکو ته چي ژوند يې له گواښ سره مخامخ کيږي ویزی ورکړی، له ۲۰۰۹ کال راهيسي پيل سوی دی. خو دغه پروسه د دقيقو بررسيو په خاطر ډېره اږده او ځنډنۍ ده.

پر دې سربيره په دې نژدې وختونو کي د دغو ويزو د ورکولو وخت ختميږي. د روان مالي کال تر پايه پوري چي د سپتمبر مياشتي پر ۳۰ نېټې پای ته رسيږي په پلان کي ده چي يوازي ۳۰۰۰ دغه شان وېزې ورکړل سي.

آلمان ته د ډيرو افغان ترجمانانو د تگ غوښتنليکونه رد سوي دي

څه موده دمخه په برلین کي د آلمان د کورنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي ول چي په ټوليزه توگه د دوی ۹۷۶ تنو افغان همکارانو چي د آلمان له پوځ او نورو ادارو سره يې کار کړی په آلمان کي د اقامې غوښتنليکونه دوی ته سپارلي دي.

د کورنيو چارو وزارت په خبره له دې جملې څخه ۴۷۱ غوښتنليکونه رد سوي دي او تر ۲۰۰ زيات اوس ارزول کيږي.

په افغانستان کي يوشمېر افغانان د آلمان د دفاع وزارت يا بوندسوې او نورو وزارتونو سره د بېلگې په توگه د ترجمانانو په توگه کار کوي. له دوی څخه ډيری يې بيره ليري چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به له بهرنيانو سره د کارکوولو په خاطر مجازات سي.

د آلمان پر حکومت باندي په وارو وار نيوکي سوي دي چي د ۲۰۱۴ کال په پای کي له افغانستان څخه د ځواکونو په راوتلو سره دوی خپل افغان محلي همکاران يوازي پريږدي.

خو د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي برعکس هر هغه محلي همکار چي يې په افغانستان کي له گواښ سره مخامخ سوی دی د څو ورځو په موده کي يې هغه ته په آلمان کي د اقامت له پاره د ويزې په لاس راوړلو شرايط برابر کړي دي.