1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کډوالو کړکېچ: زېهوفر صدراعظمې ته ګواښ وکړ

متیاز بولینگر۱۳۹۴ مهر ۱۸, شنبه

د آلمان بايرن ايالت نه غواړي چې د مېرکل د کډوالو سياست ملاتړ ته دوام ورکړي. که حکومت نور د سرحد په اوږدو د کډوالو مخه ونه نيسي، نو بايرن به په خپل سر عمل وکړي، خو دا چې څرنګه په دې اړه د بايرن لومړي وزير څه ونه ويل.

https://p.dw.com/p/1Gm33
د المان صدراعظمه انگلا مرکا او د بایرن د ایالت لومړی وزیر هورست زیهوفر
د المان صدراعظمه انگلا مرکا او د بایرن د ایالت لومړی وزیر هورست زیهوفرانځور: picture-alliance/dpa/H. Hanschke

د آلمان پر صدراعظمې باندې د انتقاد لړۍ د بايرن لومړي وزير، هورست زېهوفر، له «بيلد» نومې مشهورې ورځپاڼې سره په مرکه کې پيل کړه. په دغه مرکه کې يې پر صدراعظمې مېرکل تور ولګاوه چې د «موږ دا کولای شو‎» په مشهور شوي شعار سره يې کډوال دې ته هڅولي دي چې آلمان ته راشي. د دې پوښتنې په جواب کې چې آيا د انګلا مېرکل دغه دريځ غلط و، زېهوفر وويل چې «لږ تر لږه يې ډېر تاثير لرلی دی.»

ورپسې بيا زېهوفر نورې غوښتنې هم مطرح کړې او د بايرن د کورنيو چارو له آيالتي وزير، يواخيم هېرمن، سره يو ځای يې وويل چې آلمان بايد په اروپا کې يو ځل بيا د ډبلين تړون نافذ کړي چې له مخې يې بايد کډوال په هغه هېواد کې پناه وغواړي چې په لومړي ځل د شېنګن د آزادې راشې درشې ساحې ته ورداخل شوي وي. د بايرن آيالتي حکومت په دې ترتيب دا غوښتنه مطرح کړه چې کډوال دې د پولو په اوږدو کې ونيول او بېرته هغه هېواد ته ولېږل شي چې له لارې يې آلمان ته راغلي وي. آيالتي حکومت سربېره پر دې غواړي چې په پناه غوښتونکو پسې د هغوی د کورنيو راتګ هم محدود شي.

سترې محکمې ته د مراجعې ګواښ

د آلمان د مسيحي سوسيال ګوند غړی او د بايرن آيالت د کورنيو چارو وزير، يواخيم هېرمن زياتوي چې «که د آلمان حکومت عمل ونه کړي، نو بايرن خپله د اړوندو هلو ځلو د پورته کولو اړتيا ويني.» دا چې هغوی به څه وکړي که د آلمان حکومت د هغوی غوښتنو ته غاړه کښېنږدي، زېهوفر او هېرمن بيا ونه ويل. دواړو فقط دې ته اشاره وکړه چې بايرن د آلمان د اساسي قانون محکمې يعنې سترې محکمې له لارې پر حکومت باندې د يوې حقوقي دعوې په اړه غور کوي.

Deutschland Flüchtlinge in München Polizei
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د مسيحي سوسيال ګوند سياستوال، هورست زېهوفر، يو څو ورځې وړاندې د مېرکل په محافظه کار ګوند کې د انتقاد کوونکو په لومړي صف کې قرار نيولی و. د «ځان ژغورنې» په پلمه يې اعلان کړی و چې نور نه غواړي د آلمان د کډوالو له سياست څخه ملاتړ وکړي. زېهوفر يو ځل بيا په مونشن ښار کې ټينګار وکړ چې «موږ د هغه فکري مکتب برخه نه يو چې وايي د ولسونو د کډوالۍ دوره شروع شوې ده چې ورسره بايد چلند او وړ مديريت وشي.» د بايرن لومړي وزير د کډوالو په راتګ سره د جرايمو د کچې له لوړېدو څخه خبرداری ورکړ او ويې ويل چې د ده ايالت به د پوليسو او قضايې قوې له پاره زياتې پيسې په پام کې ونيسي. خو نوموړي په دې هم ټینګار وکړ چې بايرن د کډوالو د ادغام له پاره هم غواړي زياتې پيسې ولګوي. په مونشن کې د ايالتي کابينې په ناسته کې پرېکړه وشوه چې نوي کورونه دې ودان شي او ۱۷۰۰ نور ښوونکي دې پر دندو وګمارل شي. زېهوفر وويل چې «تعليم او تربيه د ښه ادغام له پاره اصلي دروازه ده» او زياته يې کړه «ادغام هغه وخت بريالی خيژي چې د کډوالو شمېر محدود کړای شي.»

سوسيال دموکرات ګوند هم د کډوالو شمېر محدودول غواړي

په برلين کې د زېهوفر د لفظي شخړو په اړه سوړ غبرګون ښکاره شوی دی. د آلمان د حکومت او بېلابېلو وزارتونو وياندانو وويل چې د مېرکل او زېهوفر تر منځ شخړه د ګوندونو تر منځ سياسي لانجه ده چې په دوی پورې اړه نه لري. خو د سوسيال دموکرات ګوند مشر، زيګمار ګابريل او د بهرنیو چارو وزير، فرانک والتر شتاينماير، هم د کډوالو د محدودولو له غوښتنې څخه ملاتړ وکړ. ګابريل او شتاينماير د «دېر شپيګل» د اوونيزې مجلې په يوه تبصره کې کاږي چې «مرستې ته د آلمانيانو د بې سارې لېوالتيا سره سره بايد د دې غم وخورو چې د کډوالو شمېرې په آلمان کې بېرته ټيټې شي.»

د نورو ايالاتو لومړي وزيرانو هم د زېهوفر څرګندونو ته ساړه غبرګونونه ښودلي دي. هغوی د بايرن د کابينې سره هممهاله خپله ګډه غونډه رابللې وه او له زېهوفر څه موده مخکې د مطبوعاتو په وړاندې راڅرګند شوي ول. زېهوفر په دغه غونډه کې ګډون نه و کړی. په سوسيال دموکرات ګوند پورې اړوند د برېمن ښاروال، کارستن زيلينګ وويل چې ټول لومړي وزيران سره همنظره وو چې «موږ غواړو دا هر څه وکولای شو.» د زاکسن آنهالت آيالت لومړي وزير، راينر هازېلوف، په تاسف سره د زېهوفر نه ګډون ته وکتل او زياته يې کړه چې هغه «درک کړې ده چې بايرن دروند پېټي وړي.» هازېلوف د مسيحي دموکراتانو تر مشرۍ لاندې د آيالتونو وياند دی.